Post Image

شمالي کوریا د سه‌شنبې په ورځ د دې هېواد د پيونګان ولايت د ختيځ په لوري دوه نوي توغندي توغولي دي.

د رويټرز خبري اژانس ليکلي، دا توغندي په داسې حال کې توغول شوي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون هم د دې ازموينې پر وخت حاضر و او د هغه څارنه یې کوله.

د یادو توغندیو ازموینې په داسې حال کې ترسره شوې چې شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ له امریکا سره د خبرو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی وښود.

له بل لوري د نویو توغنديو د ازمويلو پر وخت د شمالي کوريا واکمن کېم جونګ اون د دې هېواد راتلونکو پلانونو، دفاعي ستراتېژيو او دولتي سياستونو په تړاو خپلو دولتي چارواکو او مامورينو ته ځانګړې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.

خو په څرګند ډول نه دي ويل شوي، چې نوموړي په دې نوو لارښوونو کې خپلو دولتي مامورينو او مسوولينو ته څه ډول سپارښتنې کړې دي.

له بل لوري شنونکي وايي، پيونګ يانګ د دې ازموينې په ترسره کولو سره واشنګټن ته پیغام ورکړ چې که له دوی سره د سولې خبرې پيل نه کړي، دوی نورو خطرناکې ازموينې کولای شي او نوې او خطرناکې وسلې جوړولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په تازه په سپينه ماڼۍ کې له شمالي کوريا سره د روغې جوړې د سرسخت مخالف جان بولټن ځای خالي شوی او شمالي کوريا دا فرصت موندلی چې امريکا ورسره د دې هېواد د اټومي فعاليتونو او د توغنديو د پروګرام په تړاو خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر ماښام خپل د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کړ او ژمنه يې وکړه چې راتلونکې اوونۍ به د نوموړي پر ځای بل کس معرفي کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب