Post Image

ولسمشرغني د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته امر کړی چې په کابل کې د درېیو ماشومانو او یوې ښځي د قتل عاملین پیدا کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د دې پښي عاملانو نیولو او عدلي او قضایې بنسټونو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر دغه پېښه بوږنونکې او یوه دردونکې فاجعه او لوی جنایت بللی دی.

نوموړي همداراز اړوندو بنسټونو ته لارښوونه کړې چې له دغي کورنۍ سره بېړنۍ مرستي وکړي.

دا څلور تنه د یکشنبې په شپه ناوخته د جنګلک په سیمه کې ناڅرګندو کسانو د تېشې په ګوزارونو وژلي دي.

تر اوسه ددې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي

پولیس وايي، د وروستۍ پېښې د عاملانو لټون یې پیل کړی دی.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه