Post Image

کاناډا د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د افغانانو ګډون او د دیموکراسۍ د پياوړتيا په برخه کې د دوی هڅې ستايلې دي.

په کابل کې د کاناډا سفارت پر خپل ټوېټر ليکلي چې پرون د دې هېواد سفير د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پايلو د راټولولو له ملي مرکز ليدنه وکړه.

د کاناډا سفارت پر رسمي ټوېټر ليکل شوي:

«تېره ورځ د کاناډا سفیر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پایلو د راټولولو له ملي مرکز څخه لیدنه وکړه او د کمېسیون او د دارالانشا له مشرتابه سره یې وکتل. سفیر په ټاکنو کې د ګډون او د دیموکراسۍ په پیاوړتیا کې د افغانانو ژمنه وستایله.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په افغانستان کې د امريکا د سفارت يو شمېر کارکوونکو هم د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتو له مرکز څخه لیدنه وکړه او د دغه مرکز نه ستړې کېدونکې هڅې وستايلې.

په دې تړاو د امریکا سفارت په ټوېټر ليکل شوي و:

«هغه افغانان چې خپله رایه یې کارولې، باید ډاډ ترلاسه کړي چې یوازې قانوني رایې به په پوره روڼتیا او بې طرفۍ سره شمېرل کیږي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ويلي وو، چې په کابل کې د امریکا سفارت مرستیالې کرین دیکر د ټاکنو پایلو د جمع‌بندۍ په اړه د کمېسیون له مشرې سره کتلي دي.

د ټاکنو کمېسیون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې اغلې دیکر په بریالیتوب سره د ټاکنو ترسره کولو مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده چې امریکا له یادې پروسې او افغانانو څخه ملاتړ خپل مسؤلیت ګڼي.

دیکر په دې لیدنه کې ويلي وو:

«امریکا په افغانستان کې د دیموکراسۍ د پايښت لپاره له تېرو کلونو را په دېخوا پانګونه کړې او همدومره وخت نوره هم حاضره ده چې په دې برخه کې له افغانانو سره کار وکړي.»

له دې سره پر يوه وخت د روانې تلې مياشتې په ۱۴مه نېټه د ناټو ملکي استازی نيکولاس کې د برېتانيا له سفيرې سره د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر ته تللی و او د رای شمېرنې او جدول بندۍ پروسه يې له نېږدې څارلې وه.

کې ويلي وو، رای شمېرنه حوصله غواړي او دا د چټکۍ کار نه دی.

کې په خپله ټوېټرپاڼه ویلي وو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رای شمېرنې پروسې د روڼتیا لپاره په چټکۍ او سخت کار کوي.

د نوموړي په خبره، کمېسیون باید تر وروستي حده روڼتيا او شفافیت یقیني کړي.

بلخوا په کابل کې د برېتانیا سفارت هم په خپره کړې خبرپاڼه کې د ټاکنو کمېسیون خپلواکي ستایلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشريزو ټاکنو يو شمېر نوماندانو تر دې وړاندې شک څرګند کړی و چې دغه پروسه په بشپړه توګه رڼه نه ده. خو د ټاکنيزو کمېسيونونو مسوولينو ډاډ ورکړی چې خپل ټول کارونه په پوره روڼتيا ترسره کړي.

د افغانستان ولسمشریزي ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې. ټاکل شوې وه لومړنۍ پايلې يې د روانې مياشتې په ۲۷مه اعلان شي، خو پرون د دې کمسېون کمېشنر مولانا عبدالله وويل، د مالوماتو د لېږد ورو بهير ته په کتو سره ښايي د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې په ټاکل شوي وخت اعلان نه‌شي.

مولانا عبدالله په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي:

« تر اوسه د رایې اچونې د ۲۶۵۶۸ محلونو څخه د ۲۲۴۰۰ محلونو ابتدايي معلومات او ۱۴۰۰۰ بایومتریک ماشینونو نهايي معلومات د کابل مرکزي دفتر ته رسېدلي دي، که د تلې د شپږمې د ټاکنو د بایومتریک دستګاوو د مالوماتو ټولولو بهیر همداسې روان وي، د تلې تر ۲۷مې پورې به د ابتدايي پایلو اعلان ممکن نه وي.»

د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې په ۴۶۸۴ مرکزونو کې دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ کسانو رایه کارولې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب