Post Image

لویه څارنوالي وایي، د ولسي جرګې تېرو ټاکنو اړوند ټولې جرمې پېښې او دوسیې یې څېړلې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي چې نن په یوه خبري غونډه کې د ولسي جرګې ټاکنو د اړوندو جرمې پېښو په اړه معلومات ورکول وویل:

«د ۱۳۹۷لمریز کال ولسي جرګې ټاکنو پروسې له پیله تر اوسه په مرکز او ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ اړوند ادارو ته ۱۹۱ټاکنیزو قضیو او ټاکنیزو جرمونو مواصلت کړی و چې دې تولو قضیو ته رسيدګي شوې ده»

جمشید رسولي زیاتوي، د دغو قضیو او ټاکنیزو جرمونو په رابطه د څارنوالۍ د څېړنو پر بنسټ ۴۹۵ تنه شکمن او تورن پېژندل شوي او دوسیې یې محکمې ته د فیصلې په پار استول شوي دي.

د دغو کسانو له ډلې ۶۴ تنه یې په کابل ولایت او ۳۴۱ تنه یې په ولایتونو پورې اړوند دي.

مهم تورونه چې لګېدلي د درغلیو، رایو کمولو او زیاتولو دي چې یو شمېر عادي وکړي، د دولت کارکوونکي، نوماند وکیلان او د وکیلانو څارونکي یې په ترسره کولو تورن پېژندل شوي.

 رسولي وايي، د دې ترڅنګ ۷۲انفرادي او ډله‌ییز شکایتونه چې د معترضانو او نوماند وکیلانو له لوري د هېواد له ۲۸ولایتونو د لویې څارنوالۍ ادارو ته رسېدلي، هم څېړل شوي دي.

له دې ټولو سره د تاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو په ګډون د ۱۲پخوانیو کمېشنرانو دوسیې چې له خپلو دندو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن وو، هم لويې څارنوالۍ ته استول شوې وې، بشپړې او محکمې ته سپارل شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ولسي جرګې ټاکنو اړوند ټولې قضیې څېړل شوې او هیڅ قضیه له څېړنو نه‌ده پاتې شوې.

د رسولي په خبره، د هېواد لویه څارنوالۍ د قانون تطبیق لپاره پوره ژمنتیا لري.

شریک کړئ

ورته مطالب