Post Image

امريکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، ښايي د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې اوسنی ولسمشر او د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم مشر محمد اشرف غني تر ۵۰ سلنه زياتې رايې وګټي.

د دې ورځپاڼې په خبره، که څه هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون يو څه پیکه و، خو د وسله‌والو طالبانو له لږو بريدونو سره مخ شوې. دې ورځپاڼې ويلي، ګټونکی نوماند به د دېموکراسۍ د رهبري کولو او له طالبانو سره د مخامخ خبرو پيلولو لپاره خپلې هڅې پيل کړي.

ورځپاڼې ويلي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې چې اصلي نوماندان یې غني او عبدالله دي، د اکتوبر تر ۱۷مې نېټې نه اعلانېږي او ویل کېږي چې وروستۍ پایلې به د نومبر تر میاشتې اعلان نه شي.

د ورځپاڼې په خبره، وسله‌والو طالبانو له ټاکنو مخکې خبرداری ورکړی و چې د ټاکنو په مرکزونو به بریدونه کوي او له خلکو یې غوښتي وو چې په دې ټاکنو کې ګډون ونه‌وکړي، خو له ټاکنو وروسته افغان چارواکو وويل چې طالبان توانېدلي، يوازې څو بريدونه ترسره کړي او هغه هم دومره مرګ‌ژوبله نه لري.

ورځپاڼه ليکي، د ټاکنو د نظارت‌کوونکو ګروپونو د راپورونو له مخې، د ۹،۶ میلیونو هغو کسانو څخه چې ټاکنو ته یې نوملېکنه کړې وه، یوازې ۲،۵ میلیونو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی او خپلې رایې یې کارولې دي.

ورځپاڼې ليکلي، ۷۰  کلن محمد اشرف غني د رایې ورکولو پروسې له پيلېدو وروسته د رولا غني او امرالله صالح سره یو ځای ولسمشریزې ماڼۍ ته نېږدې اماني لېسې ته لاړ او خپله رایه يې وکاروله.

د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې چې دوه ځله ځنډول شوې وې، بالاخره د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو له لغوه کېدو څو اوونۍ وروسته ترسره شوې. 

د ورځپاڼې په خبره، ولسمشريزې ټاکنې د ولسمشر غني د ادارې او د رايې ورکوونکو له لوري له طالبانو سره د خبرو د پيلولو په برخه کې يو مهم او حياتي ګام ګڼل کېږي.

شریک کړئ

ورته مطالب