Post Image

د روسیې د بهرنیو چارو مرستيال وزير وايي، روسیه د ایران او وينزويلا په تړاو له امریکا سره د پام وړ او جدي اختلافات لري.

د تابناک د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستيال وزير سرګي ریابکوف د امریکا د بهرنیو چارو له سیاسي مرستیال ډېوېډ هېل سره له خبرو اترو وروسته وويل، دواړه لوري د ايران او وينزويلا په تړاو جدي اختلافات لري.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستيال وزير په فنلنډ کې خبریالانو ته وويل:

«له اټومي وسلو د کوریا د ټاپو خالي کول او په افغانستان کې له ترورېزم سره مبارزه په دقيقه توګه څېړل کېږي، خو په ځينو مواردو کې جدي اختلافات شته.»

د ریابکوف په وینا، د امریکا له خوا پر روسيې هغه تورونه چې ګواکې د امریکا په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي د خبرو بله مهمه موضوع ده.

د يادولو ده چې دا د امريکا د بهرنيو وزارت د سياسي مرستيال ډېوېډ هېل دويمه ناسته وه چې له روسي چارواکو سره يې کوي.

تېره میاشت هم ښاغلي هېل په واشنګټن کې د روسيې له سفیر سره لیدلي و.

شریک کړئ

ورته مطالب