Post Image

د کرکټ نړيوالې شورا نن دوشنبه اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو کلونو کې د ۹ هېوادونو تر منځ ټېسټ نړيوالې سیالۍ ترسره کېږي.

د کرکټ نړيوالې شورا نن پر خپله رسمي وېبپاڼه په خپاره شوي خبر کې ويلي، په دې سياليو کې ۹ هېوادونه، د ۲۷ لوبلړيو په ترڅ کې ۷۲ ټېسټ لوبې کوي.

د کرکټ نړيوالې شورا زياته کړې، هره لوبډله درې ټېسټ لړۍ په کور دننه او درې هم بهر کوي.

په پای کې د دوو ډېرو نمرو اخیستونکې لوبډلې په خپل منځ کې پايلوبه کوي او په دې سره د ټېسټ لوبو د اتلولۍ جام ترلاسه کوي.

په دې اتلوليو کې ګډون کوونکې ۹ لوبډلې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۳۱مه د ټېسټ لوبو د درجه پر بنسټ غوره شوې دي. اسټراليا، هند، بنګلدېش، انګستان، پاکستان، جنوبي افريقا، سریلانکا، نيو زيلنډ او وېسټ انډيز هغه هېوادونه دي چې د ټېسټ لوبو په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي.

ټاکل شوې د دې سياليو پايلوبه د ۲۰۲۱ کال په جون کې په انګلستان کې ترسره شي.

شریک کړئ

ورته مطالب