Post Image

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د جنوبي کوريا له لوري له امريکا د اف ۳۵ جنګي الوتکو پېرل د کوريا ټاپووزمې امنيت ګواښي او داسې يو څه به د شمالي کوريا له سخت غبرګون سره مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت يو چارواکي ويلي، که څه هم جنوبي کوریا د دواړو کورياګانو ترمنځ پر پخلاینې او د همکاريو په ډېرېدو، خو له بل لوري بيا له امريکا وسلې پېري چې دا يو سپک عمل دی.

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت دې چارواکي زياته کړې:

«مخکې له دې چې ناوخته شي، که جنوبي کوريا غواړي د دواړو کورياګانو تر منځ اړيکې ښې شي، نو له دې کاره دې لاس واخلي.»

جنوبي کوریا د روان کال په مارچ میاشت کې له امریکا دوه اف ۳۵ جنګي الوتکې وپېرلې او ټاکل شوې دا ډول نورې الوتکې هم ترلاسه کړي.

ټاکل شوې جنوبي کوريا تر ۲۰۱۲ کاله پورې ۴۰ دغه ډول نورې جنګي الوتکې هم وپېري.

 

شریک کړئ

ورته مطالب