Post Image

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، په بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو غونډې ته چې ټاکل شوې سبا پنج‌شنبه پيل شي، يو لړ مشخصې غوښتنې وړاندې کوي او په خبره يې د يادو غوښتنو پر بنسټ به دغه سازمان له افغانستان سره د راتلونکو مرستو په تړاو د ژمنو تازه کولو ته وهڅوي.

د ناټو غړيو هېوادونو دفاع وزيران سبا پنج‌شنبه په بروکسل کې ناسته کوي او ټاکل شوې د يادې ناستې په دوام د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه هم بحث وکړي.

ملي دفاع وزارت مني چې په ياده غونډه کې د ګډون په هدف د دغه وزارت سرپرست اسدالله خالد هم بروکسل ته تللی او د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو له لوري د افغانستان په اړه په کېدونکي بحث کې به ګډون وکړي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان وايي، په دې غونډه کې ګډونکی افغان پلاوی هڅه کوي چې د افغانستان امنيتي وضعيت په کابو کولو کې د شوي پرمختګ په اړه د مالوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د افغان ځواکونو روزنې او تمويل  اړه يو لړ غوښتنې هم مطرح کړي.

نوموړي که څه هم د يادو غوښتنو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو زياته يې کړه چې يادې غوښتنې د افغان ځواکونو د تمويل او تجهيز په برخه کې مطرح کېږي.

نوموړي په دې اړه افغانيې ته وويل:

«تر دې مهاله د ناټو مرستې خورا اغيزناکې وې، مونږ هڅه کوو چې په دې غونډه کې هم د ناټو لا زياته همکاري جلب کړو.»

د ناټو دفاع وزيرانو په تېره غونډه کې چې د روان لمريز کال د چنګاښ په لومړيو کې ترسره شوې وه، هم له افغانستان سره د مرستو په اړه بحث شوی و.

په ياده غونډه کې د ناټو له لوري زيات ټينګار له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ميلادي کال پورې پر مالي او روزنيزو مرستو او همکاريو شوی و.

د ملي دفاع وزارت وياند مرستيال فوادن امان په يادو برخو کې د ناټو مرستې اغيزناکې بولي او زياتوي چې د ورته مرستو د دوام غوښتونکي دي.

دغه راز نوموړی وايي، ټاکل شوې د ناټو دفاع وزيران په اوسنۍ غونډه کې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام او څرنګوالي هر اړخيز بحث وکړي:

«د افغانستان په اړه په بحث کې د ناټو له لوري له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو پر دوام نظرونو او دغه راز د يادو مرستو څرنګوالی شامل دی. چې له مخې به يې ناټو د ژمنې پر بنسټ تر ۲۰۲۴م پورې مرستو ته دوام ورکوي.»

د نظامي چارو شنونکي د ناټو له لوري د مرستو څرنګوالي ته له مختلفو زاويو ګوري.

متقاعد جنرال طاهر يرغل وايي، له افغانستان سره د ناټو د مرستو څرګندوالی ښايي د سولې او جګړې په صورت کې له افغانستان سره د کېدونکو مرستو پر اندازې پورې نه بلکې د مرستو پر ماهيت پورې تړلی وي.

نوموړی ډاډه دی چې په ياده غونډه کې د مرستو له څرنګوالي موخه له افغان ځواکونو سره د مرستو محدودولو په مانا نه ده:

«ناټو فکر کوي که سوله راغله څه ډول اړينه ده چې له افغانستان سره يې وکړي او که سوله نه وي نو څه ډول مرسته په کار ده. د مرستو د څرنګوالي په بحث کې د مرستو د محدودول او نه محدودول مطرح نه دي.»

په داسې حال کې چې افغانستان له يوې خوا د سياسي قدرت د انتقال په مرحله کې دی او له بلې خوا د سولې بحثونو له بيا ګرمېدو سره د جګړې شدت هم په متوازي توګه زيات شوی، شنونکي د ناټو له لوري له افغان ځواکونو سره د کېدونکو مرستو د حجم پر زياتوالي ټينګار کوي.

د نظامي چارو کارپوه عتيق الله امرخېل وايي، له افغان ځواکونو سره د ناټو مرستې له څو کالونو راپه دېخوا په ثابته کچه دي او ټينګار کوي چې د جګړې له زياتېدو سره د مرستو کچه هم بايد زياته شي، څو په خبره يې افغان ځواکونه په اسانۍ د وضعيت په کابو کولو وتوانېږي.

نوموړي دې اړه افغانيې ته وويل:

«په اوس کې د ناټو مرسته کمه ده، ځکه جګړه زياته شوې او د دوی مرستې په هماغه پخوانۍ کچه دي. کله چې جګړه بدلون کوي نو د تکتيکونو ترڅنګ تجهيزات هم بايد نوي شي.»

بل پلو، د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو به له افغانستان سره د مرستو او همکاريو په برخه کې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي او دغه راز به په دې هېواد کې خپل روزنيز ماموريت ته هم  دوام ورکړي.

سټولنټنبرګ په بروکسل کې نن يوه خبري کنفرانس ته وویل:

«په افغانستان کې د ناټو سرتېرو په شمېر کې د بدلونونو شاهدان يو، خو موږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن يو، ناټو د امريکا له متحده ايالتونو سره يو ځای افغانستان ته لاړه او که پرېکړه وشوه، يو ځای به له هغه ځايه ووځو.»

 له افغان ځواکونو سره د ناټو د مرستو په اړه دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دې سازمان تر راتلونکو پنځو کلونو پورې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د نږدې درې ميليارده ډالرو په اندازه د مرستې ژمنه کړې ده.

خو دا چې تر دې وروسته به له افغان ځواکونو سره د مرستو څرنګوالی څه ډول وي، د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو د ناستې په دويمه ورځ چې د افغانستان په اړه به په کې بحث وشي، مالومه شي.

شریک کړئ

ورته مطالب