Post Image

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي، په پلان کې ده چې راتلونکې اوونۍ د دارالامان ادارې کمپلېکس ساختمانې چارې رسماً پیل شي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په خبره، دغه اداري کمپلېکس به په ۱۰۰هکټاره ځمکه کې په دوو پړاوونو کې ورغول شي.

د ښار جوړولو وزارت ویاند حشمت‌الله ناصري انسان نیوز ډېسک ته وویل، د اداري کمپلېکس په لومړي پړاو کې به ۱۳دولتي ادارې او په دویم پړاو کې به ۱۴ادارې ورغول شي.  ناصري په دې اړه زیاته کړه:

«د اداري کمپلېکس رغولو هدف په هېواد کې اقتصادي پراختیا او بهرنۍ پانګې اچونې ته د زمینې برابرول دي. دغه راز په دغه رغون سره د اړوندو ادارو ترمنځ واټن له منځه ځي او چارې به له ځنډ پرته ترسره شي.»

د ښار جوړولو وزارت ویاند په ورته وخت کې ویلي، دغه کمپلېکس به تر راتلونکو ۵۰ کلونو پورې د افغانستان غوښتنو ته ځواب ووایي.

حشمت‌الله ناصري وویل، د دې کمپلېکس ټول لګښت چې میلیاردونه افغانۍ کېږي د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.

بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي د دارالامان اداري کمپلېکس رغول د هېواد اقتصادي رغون او سمون په برخه کې یو ګټور ګام بولي. د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«له کلونو وروسته د اداري کمپلېکس رغول به د اقتصادي پرمختګ او بهرنۍ پانګې د  راجلبولو سبب شي.»

د دارالامان اداري کمپلېکس د انجنیرۍ او ډیزاین قرارداد په ۱۳۹۶لمریز کال کې د خطیب العالمي په نوم یوه لبناني شرکت سره لاسلیک شو.

ویل کېږي چې په دغه کمپلېکس کې به د ۱۸وزارتونو، ۱۰خپلواکو ادارو او ۳بانکونو لپاره ودانۍ جوړې شي.

د دغې طرحې له مخې، به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ګڼ وزارتونه او ادارې د کابل ښار یوې سیمې ته ولېږدول شي.

د ښار جوړولو وزارت وایي، د دې کمپلېکس په رغولو سره به هېوادوالو ته چټګ او اسانه خدمتونه وړاندې شي او دغه راز به د ادارو تر منځ همغږي او بنسټېز اداري اصلاحات هم رامنځ ته شي.

یاد وزارت زیاتوي چې د دغه کمپلېکس په جوړېدو سره به هېوادوال عدلي، قضایي، اوبو، برېښنايي، کرنیزو، صنعتي، ښوونیزو، روغتیايي او نورو برخو کې دولتي خدمتونو ته اسانه لاسرسی پیدا کړي.

د ښارجوړولو وزارت د معلوماتو له مخې د دارالامان اداري کمپلېکس په رغولو سره به افغانستان په نړۍ کې پنځم هېواد وي چې اداري کمپلېکس لري.

شریک کړئ

ورته مطالب