Post Image

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هر کال په نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان ځانوژنه کوي چې په دې حساب په هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژني.

د روغتيا نړيوال سازمان يا  (WHO) پرون د سيپټمبر ۱۰مې په مناسبت چې د ځانوژنې مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابره ده، راپور خپور کړی او د ياد راپور له مخې په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې د نارينه‌وو ځانوژنې کچه د ښځو په پرتله درې برابره زياته ده.

ګانا، روسیه، لېتوانیا، يوګانډا، سرېلانکا، هند، جاپان او جنوبي کوریا هغه هېوادونه دي چې هر کال د ځانوژنې ډېرې پېښي پکې ثبتېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان په راپور کې زياته شوې، که څه هم  د ۲۰۱۰ميلادي کال له پیله د ۲۰۱۶ميلادي کال تر پایه پورې د ځان وژنې کچه ۹،۸ سلنې ته ټيټه شوې، خو ټينګار کوي چې د ځانوژنې دا کچه بايد نوره هم ټيټه شي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د ځانوژنې ۷۰سلنه پېښې په منځني او ټيت عاید لرونکو هېوادونو کې پېښېږي، خو په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې بیا دا  کچه ۱۱،۵ سلنه ښودل شوې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب