Post Image

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي، د وزیر محمد اکبر خان پارک او څلي کارونه بشپړېدو ته نېږدې شوي دي.

د دغه وزارت له لوري خپاره شوي معلومات ښيي چې وزیر اکبر خان پارک د هند لخوا د یو میلیون ډالرو په مالي مرسته په اساسي ډول رغول کېږي. د دې مالوماتو له مخې، اوس مهال د دې پارک کارونه تقريباً په بشپړېدو دي.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مالومات ښيي، چې دا پارک ۱۵ زره متره مربع مساحت لري چې د کابل ښار وزیر اکبر خان سیمه کې موقعيت لري.

په دغه پروژه کې په اساسي ډول د افغانستان د يوه ستر ملي بيرغ لپاره د بنسټ جوړول او دغه راز د وزیر اکبر خان او د افغان-انګلیس لومړۍ جګړې د شهیدانو د تاريخي څلي جوړول شامل دي.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وایي، د وزير اکبرخان د څلي په رغولو کې د تیموریانو د دورې له اسلامي قوسونو ګټه اخیستل شوې چې د ملي يووالي ښودنه کوي.

د وزیر محمد اکبر خان پارک پروژه دوه برخې لري، په لومړۍ برخه کې یې د همدې  دوو بنسټونو بیا رغونه، د ساتونکو او پولیسو ودانۍ جوړول او د تشنابونو او کانتینونو جوړول شامل دي.

د معلوماتو له مخې، د پروژې لومړۍ برخه د ۱۳۹۶ کال په مرغومي میاشت کې د شاوخوا ۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت یو خصوصي شرکت ته ورکړل شوه او د جوړولو کار یې د هماغه کال په وروستیو کې پيل شو.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د مالوماتو له مخې، یاده پروژه کې ۹۳ سلنه پرمختګ شوی او په پام کې ده چې د روانې میاشتې په ۱۸ مه يې چارې بشپړې شي.

یاد وزارت وایي، د پروژې د دویمې برخې تخنیکي اسناد چې د پیاده‌روونو سنګ‌کاري، پارکېنګ او شنه ساحه پکې شامل دي د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشتې په نیمایي کې د تدارکاتو ریاست ته د داوطلبۍ لپاره لېږل شوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې مهاله د ۱۰ تاریخي ودانیو د بیا رغولو کارونه پيل کړي چې له ډلې يې د باغ‌بالا ماڼۍ بشپړه شوې او د پل‌خشتي جامع جومات، شاه ‌دوشمشېره جامع جومات، معاذ بن جبل جامع جومات، د سیدجمال‌الدین مزار، د پارلمان د شهيدانو هدیره، په بدخشان کې د مبارکې خرقې جومات، د کندهار حرم‌سرای، هزارمیر جومات او د هرات جامع جومات تر کار لاندې دي او ښايي ژر بشپړ شي.

وزير محمد اکبرخان د افغان- انګليس لومړۍ جګړې يو ستر او مبارز سرتېری او اتل و.

نوموړی د امير دوست محمد خان زوی، وزير او د لښکر قومندان و. د نوموړي په اړه دا تاريخي پېښه ډېره مشهوره ده چې د افغانستان لپاره یې د انګريزانو استازی ويليم مک‌ناټن په يوه مخامخ ليدنه کې وويشت او وواژه.

وزير محمد اکبرخان د مزارشريف په کبود جومات کې خاورو ته سپارل شوی.

 

 

شریک کړئ

ورته مطالب