Post Image

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، تر راتلونکې يوې مياشتې به د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم بندر ۲۴ ساعته پرانيستی وي. تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ يو مهم بندر بلل کېږي.

پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال د دې هېواد له لومړي وزير عمران خان سره پر دې موضوع بحث شوی و او دواړو لورو هوکړه کړې وه چې دغه بندر به د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستی وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د دې لپاره چې دغه لار د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانيستې وي، د تنظیم او امکاناتو برابرولو پر چارو یې کار روان دی.

تورخم له پاکستان سره د افغانستان یوه مهمه لاره بلل کېږي چې ورڅخه دواړو لورو ته پرې د خلکو پر تګ راتګ سربېره، د پاکستان د کراچۍ له بندره د افغان سوداګرو ډېر مالونه هم پر دې لار افغانستان ته راوړل کېږي.

پر دغه لار د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه هغه مهال په بې ساري ډول راټيټه شوه چې اسلام اباد افغان سوداګرو او خلکو ته د تګ راتګ لپاره نوي شرايط او خنډونه رامنځته کړل او په يو ډول يې هڅه کوله، دغه لار او په هغه کې د خنډونو رامنځته کول پر افغانستان د فشار په توګه وکاروي.

خو د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت ډېر ژر دې ستونزې ته په پام له منځنۍ اسيا سره د افغانستان د بندرونو او لارو په پرانيستلو او پراخولو کار پيل کړ او د تېر پر خلاف دا ځل افغانستان د پاکستان له دې ډول سياست اغېزمن نه شو، خو اخوا بيا د دې ستونزو په ايجاد سره د يو شمېر پاکستاني سوداګرو او کاروباريانو چيغې پورته شوې.

دوی په وار وار له پاکستاني حکومت غوښتنه وکړه چې په تورخم بندر کې رامنځته شوې ستونزې بېرته لرې کړي او هڅه دې وکړي چې مخ پر رکود سوداګري بېرته وغوړوي.

شریک کړئ

ورته مطالب