Post Image

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهال‌وېش له مهې ټاکل شوې د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنيز کمپاينونه د راتلونکې يک‌شنبې په ورځ پيل شي او کابو دوې  مياشتې به دوام وکړي.

دغه کمپاينونه داسې مهال پيلېږي چې ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کولو په اړه بشپړ تخنيکي او مديريتي چمتوالی ښودلی دی.

له دې سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ټولو نوماندانو غواړي، چې د ټاکنیزو سياليو پر مهال ټول ټاکنیز اصول په پام کې ونیسي.

د دې کمېسیون غړي قاسم الياسي پرون پنج‌شنبې په يو خبري غونډه کې وويل، په ټاکنو کې د رڼوالي په هدف د ټاکنيزو سياليو له پيلېدو سره سم نوماندانو ته په کار ده، چې ټاکلي اصول او نورمونه په ښه توګه تطبيق کړي او د تخطيو مخه ونيسي.

نوموړي په دې اړه زياته کړه:

« نوماندانو ته په‌کار ده چې د ټاکنیزو اصول په رڼا کې خپل چلند ته پام وکړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون چارواکي خبرداری ورکوي، که د ټاکنيزو سياليو پرمهال له ټاکلو اصولو سر غوړونه وشي او د شکایتونو کمېسيون ته یې په اړه شکايت و رسېږي، نو عاملين به يې له قانون سره سم مجازات کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب