Post Image

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې له بنګله‌دېش او زمبابوې سره د ټېسټ او شل اووریزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د يادو لوبو په ترڅ کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ سيالي د روان ميلادي کال د سپټمبر په ۵مه وشي او تر دې لوبې وروسته به د سپټمبر په ۱۴مه څلور شل اوریزو لوبې هم د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ پيل شي.  

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له بنګله‌دېش سره د ټېسټ لوبې لپاره لانديني لوبغاړي غوره کړي؛

« راشدخان (لوبډل‌مشر)، احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظهير خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ»

د بنګله‌دېش او زمبابوې لوبډلو پر وړاندې شل اوریزو لوبو لپاره بيا دا لوبغاړي غوره شوي؛

«راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب تره کی، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، شفيق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت، ګلبدین نایب، فريد احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوين الحق»

شریک کړئ

ورته مطالب