Post Image

د مینې کور ته روانه وم، د سړک پر غاړه سوکه سوکه مخته تلم. دا هماغه سړک و چې د مینې منګل وینه په کې توی شوې وه.

سړک له وحشته ډک ښکارېده، هر لور ته د وېرې او مرګ سیوری خور و، خو ترڅنګ مې لارویانو نجونو او نارینه وو یو څه ډاډه کولم؛ هماغه کاذب ډاډ چې مینه پرې تېروتې وه او د ټولو د سترګو پر وړاندې یې ساه ورکړه. په هرحال په کوڅه کې نوره هم مخته لاړم، له لرې مې د یوه کور ترڅنګ ګڼه ګوڼه تر سترګو او دا حال یې راکاوه چې حتماً څه خبره ده.

همدا چې د کور مخې ته ورسېدم، له یوه تن مې وپوښتل: دا د چا کور دی، ایا د مینې منګل کور خو به نه‌وي؟

سر یې د هو په اشاره وخوځاوه او د ننوتو بلنه یې راکړه!

شاوخوا دوه‌بجې وې چې د مینې منګل کور ته دننه شوم؛ د ماښامنۍ(روژه‌ماتي) لپاره دیګونه باندې وو او ګڼ شمېر نارینه‌ د تجیر لاندې په کټونو کې ناست او د منګل روح ته یې  د دعا په پار لاسونه لپه کړي وو.

د انګړ په بل اړخ کې له یوې کوټې څخه د ښځو له سوزه ډکې نارې اورېدل کېدې، ځینو ښځو سلګۍ وهلې او ځینو به په ژړا، ژړا کې د مینې نوم اخیست او د هغې په رژېدلې ځوانۍ به یې اوښکې تویولې.

د دوی په لیدو زما سترګې هم له اوښکو راډنډ شوې او څو څاڅکي مې پر لېمو رامات شول، خو ځان مې راټینګ کړ او بلې کوټې ته مې سر ورښکاره کړ. دلته هم فضا وېرجنه وه، د مینې د مور او پلار له سترګو اوښکې بهیدلې، خو غږونه یې خپ وو.

موږ هم ورسره په یوه ټغر کېناستو او د مینې روح ته مو د دعا په پار لاسونه لپه کړل، د فاتحې مراسمو په پای کې د مینې منګل پلار ته ور نږدې شوم. ځان مې وروپېژندانه او بیا مې د مینې او د هغې وژل کېدو په اړه ترې وضاحت وغوښت.

ستونزه څه وه او څه وشول؟

د مینې پلار سوړ اسویلی وکېښ، یوه شیبه چوپ شو او بیا یې وویل، مینه په ۱۳۹۵کال کې واده شوې وه، خو د واده یې لا شپږمه میاشت نه‌وه پوره چې کور ته راستنه شوه او د خسرخېلو له بد او ناوړه چلند څخه یې سر ټکاوه.

د مینې پلار زیاتوي، د مینې د خولې خبره ده یو ماښام د مېلمستیا پرمهال خپلو کاکاخسرانو ته ستړې مشي کوي، خو هغوی یې د هرکلي پر ځای په څپېړه وهي او ورپسې یې په ډله‌ییزه توګه ډبوي.

بالاخره د مینې او خسرخېلو ترمنځ یې  شته ستونزې او لانجې نورې هم پسې زیاتېږي او په نتیجه کې یې مینه طلاق اخلي، خو ستونزه همدلته په طلاق پای نه‌مومي او مینې ته اخطارونه ورکول کېږي، پرې د نشه‌يي توکو د استعمال تورونه پورې کېږي او تر وژل کېدو دمخه برمته او پکتیا ته بیول کېږي.

د مینې پلار چې د تېرو ترخو خاطرو په یادولو بیا ژړغونی شوی و، تر ډېر ځنډه چوپ شو او سر یې په زنګنونو کې ښکته کړ، کله چې یې سر راپورته کړ سترګې یې ډنډ او پرمخ یې اوښکې روانې وې.

نوموړي وویل چې د مینې تر برمته کېدو وروسته دوی کابو درې ورځې سرګردانه وو او بالاخره یې په ولسي جرګه کې د پکتیا خلکو استازې راضیه سادات منګل په مرسته مینه منګل وموندله او کور ته یې راوسته.

د مینې پلار وايي، که څه هم دوی ډېره هڅه وکړه چې پولیس او څارنوالي ورسره مرسته وکړي او دا کسان ونیول شي، خو هېڅ پایله ترلاسه نشوه او بالاخره نتیجه دا راووته چې مینه منګل یې د می په ۱۱مه ګهیځ مهال شاوخوا اووه‌نیمې بجې په کارته نو کې د عمومي سړک پر سر ۹ ډزه وویشته او خپله وتښتېدل او تراوسه هم څوک نه‌دي نیول شوي، پولیس وايي چې درک یې نه‌دی معلوم او چېرته پټ شوي.

مینه منګل څوک وه؟

مینه منګل په ۱۳۶۸لمریز کال د کابل ښار په ګذرګاه سیمه کې زېږېدلې وه، ۶خویندې او یو ورور لري. مینه د کورنۍ مشره لور وه او د پلار په خبره یې تر ډېره یې ورسره د کورنۍ په اقتصادي چارو کې مرسته کوله او د ده مسوولیتونه یې سرته رسول.

مینه منګل، لیکواله‌، ژورنالیسته او تکړه قابله هم وه. مینې منګل د قابله‌ګۍ دوه‌کلنه دوره څو کاله مخته بشپړه کړې او اوس اوس د رابعه بلخي پوهنتون د څلورم صنف محصله او د پارلمان د فرهنګي چارو مشاوره وه.

مینې په لومړي ځل د خبریالې په توګه له شمشاد راډیو- ټلویزیون سره کار پیل، ورپسې لمر او اریانا ټلویزیون ته لاړه او ادبي خپرونو چلوونکې شوه.

شریک کړئ

ورته مطالب