Post Image

‌د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله په نړيوال جام کې د لوبېدو په موخه نن د سويلي افریقا پر لور روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په دغه جام کې د لوبو لپاره  بشپړ چمتوالی نيولی او ښايي دا ځل هم ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

د خپرپاڼې له مخې نړيوال جام ته د چمتووالي په هدف تر تمريناتي لوبو وروسته په ياد جام کې د ګډون په هدف ۲۰ کسيزه لوبډله غوره شوې ده.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې په دې اړه د اجرائيه رئيس لطف‌الله ستانکزي له قوله ويل شوي:

«له تېرو ۶ مياشتو راهيسې ۱۹ کلنو ځوانانو ډېر تمرينونه او لوبې کړې دي. لومړۍ ۶۰  لوبغاړي غوره شوي وو چې وروسته ۲۵ او بيا ۲۰ غوره لوبغاړي یې له منځه انتخاب شول. په ۱۹ کلنه لوبډله کې هغه لوبغاړي غوره شوي دي چې په شپږيزه او نورو سیاليو کې ښه ځلېدلي.»

د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله داسې مهال په نړيوال جام کې د ګډون په هدف سوېلي افريقا ته ځې چې د ۲۰۱۸ ميلادي کال نړيوال جام پرمهال دغه لوبډله تر نيمه پايلوبو رسيدلې وه.

ټاکل شوې د ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام  د روان ۲۰۲۰ ميلادي کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلې او د فبرورۍ تر ۹مې دوام وکړي.

په دغو لوبو کې د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ګډون لري او افغانستان به په (ډي) ګروپ کې له کوربه سوېلي افريقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره لوبې وکړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه