Post Image

د نړيوال جام د لوبو په لړ کې نن دو شنبې ویسټ‌انډيز د سرېلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۲ بجې د انګلستان د چېسټر لي سټريت ښار په ډې رېویرسايډ دورهم کرکټ لوبغالي کې کېږي.

ویسټ‌انډيز لوبډلې تر دې مهاله اووه لوبې کړې چې يوازې يوه لوبه یې ګټلې ، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاکستان څخه ګټلې او دويمه لوبه یې اسټراليا ته ، دريمه انګلستان ته، څلورمه بنګله‌دېش ته، پنځمه نيوزيلنډ ته او خپله شپږمه لوبه هند ته بایللې او اوومه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له سويلي افريقا سره مساوي شوې.

له بل لوري سرېلانکا لوبډلې هم اووه لوبې کړې چې يوازې دوه لوبې یې ګټلې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له افغانستان او دويمه له انګلستان څخه ګټلې او خپله دريمه لوبه يې نيوزيلنډ ته، څلورمه اسټراليا ته او پنځمه لوبه یې بيا سويلي افريقا ته بایللې او شپږمه او اوومه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له پاکستان او بنګله‌دېش سره مساوي شوې.

په نننۍ لوبه په سرېلانکايۍ لوبډله کې له لوبډل‌مشر ديموټ کرونراټني، کوسل پرېرا، پرادېپ، لسېټ ملينګا او ټيشرا پرېرا څخه د ښې لوبې تمه کېږي.

له بل لوري په ویسټ‌انډیزۍ لوبډله کې له نيکولاس پوران، کرېس ګېل، کارلوس برايټ وېټ،شېمرون هېټ‌ماير، او شېلډون کاټرېل  څخه د ښې لوبې تمه کېږي.

ويسټ‌انډيز په نړيوال جام کې هغه لوبډله ده چې په خپل نوملړ کې د پياوړو توپ‌وهونکو او  توپ اچونکو ترڅنګ پنځه پياوړي الروانډران (اڼدريو رسل، اشلن نورس، جېسون هولډر، برايټ وېټ او فابيان الېن) لري.

د ويسټ‌انډيز له لوري کرېس ګېل هغه توپ وهونکی دی چې په اووه لوبو کې یې ۲۰۰ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې شېلډون کاټرېل  بيا ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له بل لوري د سرېلانکا په لوبډله کې بيا کوسل پرېرا په اووه لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۹۱ منډې جوړې کړې او لسېټ ملينګا بيا ۹ وېکټې ترلاسه کړې دي.

ويسټ‌انډيز لوبډلې په وروستيو پنځو يو ورځنيو لوبو کې يوه هم نه ده ګټلې، خو سرېلانکا لوبډلې لوبډلې بيا يوه لوبه ګټلې، دوه لوبې یې بايللې او دوه نورې لوبې یې د باران ورېدو له کبله مساوي شوې.

د نړيوال جام د روانو سياليو په درجه بندۍ کې سرېلانکا په اووم او ويسټ‌انډيز بیا په نهم ځای کې دی.

د سرېلانکا لوبډله له اووه لوبو وروسته ۶ نمرې (پواينټونه) او ویسټ‌انډيز لوبډله بیا په اووه لوبو کې ۳ نمرې (پواينټونه) لري.

په روان نړيوال جام کې د سرېلانکا لوبډلې نېچرل رنرېټ په اووه لوبو کې (-1,186) او د ويسټ‌انډيز لوبډلې نېچرل رنرېټ بیا (-0,320) دی.

سرېلانکا او ویسټ‌انډيز د نړيوال جام هغه لوبډلې دي چې نيمه پای لوبو ته د رسېدو هيلې یې له خاورو سره يو شوې دي.

ویسټ‌انډيز لوبډلې تر اوسه دوه ځلې نړيوال جام ګټلی خو سرېلانکا لوبډلې بيا تر اوسه يوازې يو ځلي نړيوال جام ګټلی دی.

د يادونې وړ ده چې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې سرېلانکا اتم او ويسټ‌انډيز بيا نهم مقام لري.

 

شریک کړئ

ورته مطالب