Post Image

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال «سکاټ مېلر» د «نيوز ويک» امريکايۍ مجلې هغه راپور رد کړی چې په کې ويل شوي، امريکايي ځواکونه په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو خلاف خپل عمليات دروي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال مېلر له قوله ويل شوي، چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپلو واکونو او عملیاتونو د بدلون په اړه هېڅ ډول حکم نه دی ترلاسه کړی.

«نیوز ویک» مجلې د یکشنبې په ورځ په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغانستان سولې خبرو د اتم پړاو له پای او په دغو خبرو کې له پرمختګ سره هممهاله، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او یا هم درول شوي دي.

په دې راپور کې د ځينو امریکايي چارواکو په حواله دا هم ویل شوي چې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو کموالي موخه له افغانستان څخه د زرګونه امریکايي سرتېرو وتلو لپاره چمتووالی دی.

دغه چارواکي زیاتوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له وروستۍ کېدو سره په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۴ زرو تر ۶ زرو راکم شي.

شریک کړئ

ورته مطالب