Post Image

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درملوګ کمپنۍ ۱۹لکه او ۲۹ زره او ۳۳۳ بايومټريک شوي مالومات له  ياد کمېسيون سره شريک کړي چې ۱۸ لکه او ۴۳ زره او ۱۰۷ مالومات معتبر او پاتې نور غیر معتبر دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړی اورنګزیب وايي، کمېسیون ترلاسه شوي مالومات خپلو تخينکي کارمندانو ته سپارلي او له ګټګورۍ  وروسته به پرې پرېکړه وشي.

نوموړي نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل:

«درملوګ کمپنۍ له موږ سره دا مالومات شريک کړي چې په دې کې د رای ورکونکي عکس، لاس نښه او د تذکرې اسټېکر شامل دي، دا مالومات موږ خپلو تخنيکي کارمندانو ته سپارلي چې هغوی به یې ګټګوري کړي او وروسته به پرې کمېسيون پرېکړه وکړي.»

نوموړي د لومړنيو پايلو اعلان مودې ته په اشارې سره وويل چې د تخنيکي او عملياتي پلوه کمېسيون ستونزه نه‌لري او ښايي د لړم په ۲۳مه لومړنۍ پايلې اعلان شي:

«د تخنيکي او عملياتي پلوه کمېسيون کومه ستونزه نه‌لري کارونو ته په کتو سره ښايي موږ په ټاکل وخت لومړنۍ پايلې اعلان کړو.»

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې مياشتې په ۶مه ترسره شوې چې او ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پايلې به د تلې مياشتې په ۲۷مه اعلان شي خو وروسته بيا کمېسيون اعلان وکړ  چې د کارونو د زیاتوالي له امله به لومړنۍ پايلې د روانې لړم مياشتې په ۲۳مه اعلان کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب