Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني فرهان يوسفزی د کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس او د دې بورډ د غړي په توګه ټاکلی دی.

د ارګ په رسمي ټوېټر په دې اړه راغلي:

«‫د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی فرهان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه وګومارل شو.»

تر دې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ هم په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې فرهان یوسفزی د افغانستان د کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس او غړي په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوک پاڼه په خپره شوو معلوماتو کې راغلي چې فرحان یوسفزی د پروفیسر محمد نبي یوسفزي زوی دی چې په ۱۳۶۲ لمریز کال کې یې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

نوموړی په یوه علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی او د ماسټرۍ تر کچې له لوړو زده کړو برخمن دی. په ۱۳۷۹ لمریز کال کې د کابل له نادریه لېسې فارغ شوی دی. ورپسې یې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د امریکا هلت بوسټن پوهنتون د Hult International Business School څخه لیسانس او بیا یې له همدغه پوهنتون په ۱۳۹۷ کال کې په سوداګرۍ او رهبرۍ کې ماسټري ترلاسه کړې ده.
نوموړی د هېواد په سیاسي او اقتصادي ډګر کې غوره رول درلودلی دی او همدارنګه د هېواد د سوداګرۍ په ډګر کې هم یوه وتلې څېره ده.

تر دې وړاندې عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي رييس و چې تېر کال په دې دنده ګومارل شوی و. نوموړی له هغه وروسته د خلکو له نيوکو سره مخ شو، چې کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال په کرکټ نړيوال جام کې پرله پسې ۹ لوبې وبايللې.

 

 

 

شریک کړئ

ورته مطالب