Post Image

کابل ښاریان وايي، يو شمېر بې‌ کيفيته درمل له بهرنيو هېوادونو واردېږي او په ښکاره او علني ډول د سړک پر غاړو او ان درملتونونو کې پلورل کېږي.

دوی وايي چې عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې خپلو مسوولیتونو ته شا اړولې ده.

د کابل ښار اوسېدونکی رومان اسرار وايي، له کلونو کلونو راهیسې د کابل ښار په پل خیشتي او ځینو نورو سیمو کې درمل په ټوکریو کې پلورل کېږي، خو د مخنیوي یې هېڅوک نه‌شته دي:

«دا ټول بې کیفیته، تاریخ تېر او غیر معیاري درمل دي».

اسرار زیاتوي، د کابل په ډېرو درملتونونو کې هم بې کيفيته درمل خرڅېږي او موږ دې ته اړ کېږو چې خپل ناروغان له هېواده بهر د درملنې لپاره ولېږدوو. نوموړي انسان نيوز دېسک ته وويل:

«په افغانستان کې موږ ډېر ښه ډاکټران لرو، خو په درملتونونو کې د با کيفيته درملو د نشت له کبله زموږ په شمول ډېری کسان دې ته اړ کېږي چې خپل ناروغان ګاونډيو هېوادنو ته د درملنې لپاره بوځي.»

څو ورځې وړاندې د افغانستان مالیې وزارت سرپرست وزیر ویلي و چې د بې‌ کیفیته درملو او درملنې، طبي وسایلو د نشت او کمښت له امله افغانان هرکال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر له هېواده بهر په درملنه لګوي.

په ورته مهال کې ډاکټران وايي چې د بې کيفيته درملو استعمال نه يوازې د ناروغۍ له درملنې سره مرسته نه‌کوي، بلکې ډېر نور جانبي عوارض هم رامنځ ته کولای شي.

ډاکټر قیس نېکزاد وايي، په دوام‌داره توګه د بې‌کيفيته درملو استعمال ناروغان په داسې یوه ناخواسته اعتیاد اړوي چې بیا کیفیت‌لرونکي درمل هم پرې اغېزه نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان په يو شمېر درملتونونو کې داسې درمل هم تر سترګو کېږي چې د عامې روغتيا وزارت له لوري پرې بندیز لګېدلی او کيفيت یې خورا ټیت دی، خو بيا هم په علني ډول پلور ته وړاندې کېږي. نېکزاد انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«په درملتونونو کې ډېر داسې درمل شته چې کيفيت يې ټیټ دی او بندیز پرې لګېدلی لکه تابلیت(K)، د چاغېدو او وچېدو درمل، جنسي او داسې نور درمل خو بيا هم په علني ډول په درملتونونو کې پلورل کېږي، د عامې روغتيا وزارت د دې درملو د ټولولو لپاره بايد جدي اقدامات پيل کړي.»

په کابل ښار کې د درملتونونو مالکان بیا د بې کيفيته درملو د زیاتېدو پړه پر عامې روغتیا وزارت او د درملو پر واردوونکو سوداګر وراچوي او وايي، ډېر درمل چې له نورو هېوادونو افغانستان ته واردېږي ښه کيفيت نه‌لري او دويم لاس درمل دي.

د يوه درملتون مسوول دوست محمد فريد وايي، د کابل ښار په یو شمېر درملتونونو کې بې کيفيته درمل شته او ښايي په ښکاره وپلورل شي. د نوموړي په خبره، د کابل ښار په ځینو درملتونونو کې داسې درمل هم شته چې دلته یې قيمت ۳۰افغانۍ وي، خو د هماغو درملو اصلي بیا په تولیدوونکو هېوادونو کې شاوخوا ۳۰۰افغانۍ جوړوي. فريد انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«دا په دې دلالت کوي چې درمل بې کیفیته دي. په یو شمېر درملتونونو کې بې‌کيفيته او دويم لاس درمل پلور کېږي، زما په نظر په دې کې زموږ سوداګر او عامې روغتيا  وزارت مسوولين ګرم دي.» 

په ورته وخت کې درمل‌جوړوونکي وايي، کوم درمل چې په هېواد کې دننه تولیدېږي د ګاونډیو هېوادونو د درملو په نسبت یې کیفیت ډېر پورته دی.

د عدنان قادري «ګولد شِيف» درمل جوړولو شرکت مسوول نذیراحمد احمدي وايي، په افغانستان کې ښه او با کيفيته درمل توليدېږي، خو د خامو موادو کموالي له کبله د اړتيا وړ درملو تولید کم دی. نوموړي انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«افغانستان کې د درمل جوړولو کمپنۍ په ډېرېدو دي او کیفیت یې هم ورځ تر بلې ښه کېږي، ستونزه دا ده چې د خامو موادو نشت له امله د اړتیا وړ درمل نه‌تولیدېږي.»

 د عامې روغتيا وزارت مسوولین بیا په درملتونونو کې د بې کيفيته درملو پېر او پلور ردوي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار وايي، ياد وزارت د نړۍ له مشهورو کمپنيو درمل واردوي او د افغانستان په اکثرو درملتوتونو کې با کیفيته درمل پلورل کېږي. مايار انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«موږ د بې کیفیته درملو په اړه جدي یو، له سلو زیاتې کمپنۍ چې بې کيفيته درمل یې واردول ومو تړلې، ستونزې به وي، خو موږ هم هڅه کړې چې په خپل وخت اقدام وکړو او خلکو ته باکیفیته درمل عرضه شي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولین داسې مهال په درملتونونو کې د بې کیفیته درملو شتون ردوي چې د همدغه وزارت په خپله وینا د افغانستان په بازارونو کې ۹۵سلنه درمل وارداتي دي.

ویل کېږي چې د دغو درملو ۴۰تر۵۵سلنه یې په قاچاقي توګه د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي او عامې روغتیا وزارت ورباندې هېڅ کنټرول او نظارت نه‌لري.

همداراز ویل کېږي چې د قاچاقي درملو لویه برخه(۳۵سلنه) له ګاونډي هېواد پاکستان څخه واردېږي.

ځانګړی راپور: منصور یوسفزی

شریک کړئ

ورته مطالب