Post Image

امريکا پرون د سه‌شنبې په ورځ د تحريک طالبان پاکستان يا (TTP) مشر نورولي مسعود د نړيوالو ترهګرو په لېسټ کې شامل کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دغه پرېکړه يې د سپټمبر ۱۱مې د ۱۸مې کليزې پرمهال کړې ده.

د اعلاميې له مخې تحريک طالبان پاکستان په پاکستان کې د يو شمېر چاودنو او بريدونو مسووليت په غاړه اخيستی او له همدې کبله  يې مشر د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل شو.

د امريکا حکومت له لوري د يادې پرېکړې پر بنسټ پر نورولي مسعود سربېره د حزب‌الله، حماس، د فلسطين اسلامي جهاد، په فلپين او سويلي افريقا کې د داعش ډلې مشران هم د نړيوالو ترهګرو په لېسټ کې شامل شوي دي.

په ۲۰۱۸م ميلادي کال کې د تحريک طالبان پاکستان د پخواني مشر ملا فضل‌الله تر وژل کېدو وروسته، نورولي مسعود د يادې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.

شریک کړئ

ورته مطالب