Post Image

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش لوبډلې ته د څلورو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
لوبه د بنګله‌دېش لوبډلې په توپ‌وهنې پيل شوه چې په ټاکل شويو ۵۰اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۷۹منډو هدف وټاکه.
افغان توپ‌وهونکو ټاکل شوی هدف د لوبې په پنځوسم اوور کې پوره کړ او بريا یې خپله کړه.
د افغانستان الف لوبډلې له لوري ابراهيم ځدراڼ ۱۲۷، شرف‌الدين ۳۶ او کريم جنت بيا ۲۴ منډې جوړې کړې.
د يادونې وړ ده چې افغانستان په خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش الف لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو لوبو درېیمه لوبه د روانې ميلادي مياشت جولای په ۲۴مه نېټه وشي.

شریک کړئ

ورته مطالب