Post Image

د ولسي جرګې رياست د چوکۍ پر سر د جنجال پای ته رسولو لپاره دويم ۱۵کسيز پلاوی نن د ټاکنيزې پروسې اسناد څېړي او رايې بيا شمېري.

د يک‌شنبې په ورځ له هغه وروسته د ولسي جرګې ریاست پر چوکۍ د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره پنځلس کسيزه کمېټه وټاکل شوه چې دې جنجال د دويمې ورځې لپاره هم دوام وکړ. ستونزه هغه مهال لويه شوه چې د ولسي جرګې رياست د چوکۍ لپاره په دې جرګه کې د خوست ولايت د استازي کمال ناصر اصولي او د پروان خلکو د استازي مير رحمان رحماني تر منځ د دويم پړاو ټاکنې ترسره شوې، خو يو هم ونه توانېد چې د جرګې د حاضرو غړو ۵۰+۱ رايې خپلې کړي. د بريا لپاره ۱۲۴رايو ته اړتيا وه، رحماني ۱۲۳ او اصولي بيا ۵۵ ترلاسه کړې، خو د جرګې لنډمهالي مشر تر يوې دمې وروسته رحماني د دې جرګې د مشر په توګه اعلان کړ. پرون په پام کې وه له دې فیصلې وروسته رحماني د رياست پر چوکۍ ډډه ووهي او مجلس رهبري کړي، خو کمال ناصر اصولي، د هغه پلويانو او بې طرفه استازو د رحماني مخالفت وکړ او پر دغې چوکۍ یې د هغه ټاکل غيرقانوني وګڼل، دوی استدلال کاوه چې هغه ۵۰+۱ رايې نه دي پوره کړې او ټاکل يې غيرقانوني دي.

خبره ان تر جنجالونو، سپکو سپورو او څټک را ايستلو ورسېده. پر ټولنيزو رسنيو د يو شمېر خپرو شویو ویډيوګانې له مخې په دې جرګه کې د پنجشېر د خلکو استازی زلمی نوري ښکاري چې څټک ته ورته څه یې په لاس کې دي او د ولسي جرګې د رياست مېز ته د نږدې کسانو په لوري منډې وهي او بد رد وايي.

بالاخره تر ډېره ناندریو وروسته پرېکړه وشوه چې يوه پنځلس کسيزه کمېټه به دې ستونزې ته د پام ټکی ږدي. د دې کمېټې ۵ غړي د کمال ناصر اصولي پلويان، پنځه غړي د مير رحمان رحماني پلويان او پنځه نور بيا بې طرفه کسان ټاکل شوي دي. خو وروسته د دې پلاوي هڅې بې پايلې وختې او پرېکړه وشوه چې رايې بيا وشمېرل شي او شته ټاکنيز اسناد وڅېړل شي. د دې کار لپاره دويم پنځلس کسيز پلاوی وټاکل شو. نن به دا پلاوی خپلې هڅې پيلوي.

که څه هم د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې په تېرو دورو کې هم له جنجاله خالي نه‌وې، خو يو ځل بيا په اوولسمه تقنيني دوره کې دا ټاکنې ولې دومره جنجالي شوې؟ خلک او د پارلماني، سياسي او ټاکنيزو چارو شنونکي يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

پر ټولنيزو رسنيو فېسبوک او ټوېټر باندې خلکو په دې تړاو ګڼ نظرونه ورکړي دي. د ټویټر يوه کاروونکي محمد ادريس بختيار ليکلي:

«د افغانستان وضعيت ته په کتو ديکتاتور مزاجه شاهان او ولسمشران غوره ګڼم.»

د ټویټر ټولنيزې شبکې بل کاروونکی بشیر غفارزی ليکي:

«د افغانستان د خلکو پر حال افسوس! د پارلمان پيل له پيسو وېشنې تر څټک وارولو. د افغانستان خلک به له داسې يوه پارلمان څه تمه ولري چې غړی يې له څټک يا چاقو سره تالار ته داخلېږي او د خپلو ملګرو د ټپي کولو يا وژلو هڅه کوي؟َ»

هاخو بيا د سياسي چارو شنونکي د دغه ټولو ستونزو اصلي لامل د قانون نه پلي کېدل او په ټاکنو کې فساد ګڼي. د سياسي او پارلماني چارو شنونکي شېردل پاڅون انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«په ټولنه کې عدالت حاکم نه دی، هر څه د فساد او پیسو له لارې سر ته رسېږي، نو تر دې د ښه حالت تمه مه لرئ. کله چې د ملت په کور کې دا حالت وي، هلته چې قانون جوړېږي، له هغه ځايه د دولت چارې څارل کېږي نور به له بل ځایه د خير څه تمه ولرئ؟»

ولسي جرګه داسې مهال د خپل مشر د ټاکلو پر سر له دومره جدي ستونزو سره مخ کېږي چې دغه جرګه د خپل اداري پلاوي د بشپړولو لپاره دا ډول نورو ټاکنو ته هم اړتيا لري.

دوی به د خپل مشر تر ټاکلو وروسته لومړی مرستيال، دويم مرستيال، منشي او مرستيال منشي هم ټاکي، دا چې د هغو ټاکنو بهير به له کومو احتمالي ننګونو سره مخ کېږي هغه پوښتنه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به يې ځواب ومومئ.

 

شریک کړئ

ورته مطالب