Post Image

د افغانستان برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، د سالنګ ولسوالۍ په تنګي‌اجان سیمه کې کابل ته د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا پايو د بيارغولو چارې دوام لري او تر راتلونکو دوو ساعتونو به د برېښنا مزي بېرته ونښلول شي.

نوموړي انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«زموږ هڅې دوام لري چې الوزول شوې پايې بېرته ورغاوو او ښايي تر راتلوونکو دوو ساعتونو پورې به د برېښنا مزي په اضطراري ډول ونښلول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د نامالومو کسانو له لوري د سالنګ ولسوالۍ په تنګي‌اجان سیمه کې کابل ته د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا مزی پرې شوی او يوه پایه هم په ماینونو الوځول شوې ده.

د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو:

«یو شمېر بدبختو کسانو کابل ته د ۲۲۰کیلوولټه وارداتي برېښنا پایه په ماینونو الوځولې چې له کبله یې د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او د پایې په بېرته رغونه یې کار پیل کړی دی.

شریک کړئ

ورته مطالب