Post Image

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، چې امنیت د نظام لپاره تر هرڅه لومړيتوب لري او په دې اړه موجودو ګواښونو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا خبرې د امنیتي سکتور د مشرتابه په ناسته کې وکړې.

نوموړي ويلي:

«دښمن په خپلو اهدافو کې، چې د ولایتونو او لویو سیمو نیول و، پاتې راغلی او اوس له ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو کې په برید کولو او د ملکي خلکو په هدف ګرځولو سره وېره او ترهه خپروي.»

د خبرپاڼې په حواله، نوموړي اړوندو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې په دې اړه ټول ګواښونه، حل لارې او امکانات معلوم کړي او لکه تر اوسه یې، چې هڅې کړې او قربانۍ يې ورکړې، په جدیت سره دې د دې ګواښونو پر وړاندې ودرېږي او مخه یې دې ونیسي.
خبرپاڼه زياتوي، په ناسته کې د امنیتي ادارو مشرانو د ټاکنو او کاندیدانو د امنیت په اړه هم مالومات ورکړل او ویې ویل، چې دې برخې ته جدي پاملرنه موجوده ده او د اړتیا وړ ګامونه پورته شوي دي.

دوی همدارنګه په دې برخه کې د کاندیدانو د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکي شول، چې پر بنسټ یې د کمپاینونو او ټاکنو پروسه ښه او له لانجو پرته پر مخ ولاړه شي.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار په پای کې له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه تیار کړي، چې بیا يې په رڼا کې لازم اقدامات وشي.

شریک کړئ

ورته مطالب