Post Image

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا او ملاتړ ادارې او ولسمشر په مستقیمه لارښوونه د پوهنې څلي(د غازي امان‌الله خان د زوکړې په یاد جوړل شوی څلی) د بیارغولو چارې پیل شوې.

ولسمشر د ولسمشرۍ ماڼۍ ملي پراختیا او ملاتړ ادارې ته ویلي، د ځلي بیارغونې چارې باید د هېواد خپلواکۍ سلمې کلیزي له نمانځنې دمخه بشپړې کړي.

دغه څلی د طبیعي پېښو او جګړو له کبله زیانمن شوی دی.

د پوهنې دا څلی د هېواد خپلواکۍ ګټونکي غازي‌ امان‌الله خان د زوکړې ورځي په یاد د کابل پغمان ولسوالۍ امانیه جومات ته څېرمه رغول شوی دی.

د غه څلی په ۱۳۰۲ کال کې خلکو د غازي امان‌الله خان هڅو او خدمتونو ته د درناوي په پار جوړ کړی چې هر کال د افغانستان خپلواکۍ د نمانځنې په مراسمو کې ورته د ګلو ګېډۍ اېښودل کېږي.

شریک کړئ

ورته مطالب