Post Image

حوثي وسله‌والې ډلې په یمن کې د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیساتو د بې‌پيلوټه الوتکو د برید مسوولیت منلی دی.

د حوثي وسله‌والې ډلې ویاند عبدالسلام ویلي چې دا برید د سعودي عربستان د تېري په غبرګون کې شوی چې باید خپل تېري ته نور د پای ټکی کېږدي.

له حوثیانو د ایران لخوا ملاتړ کېږي او ښايي د دې برید له امله  د ریاض او تهران ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شي.
سعودي د بې‌پیلوټه الوتکې برید منلی او وايي، دا ترهګريز بریدونه دي.

په ورته وخت کې سعودي او د خلیج اته نور هېوادونه په یمن کې د حوثیانو پر ضد جګړه کوي.

یاد پوځي ایتلاف د ۲۰۱۵میلادي کال راهېسې په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه کوي.

شریک کړئ

ورته مطالب