Post Image

ځانګړی راپور: شهلا نوري

د ملالۍ زېږنتون او رابعه بلخي روغتونونو ښځینه پرسونل پر اولاد ناروغو مېرمنو سره ناوړه چلند کوي.

ناروغانې ادعا کوي چې د روغتون له خدمه‌وو نیولې تر ښځینه نرسانو او ان ځینو ښځینه ډاکټرانو پورې، ټول ورته سپکې سپورې او بد و رد وايي.

دا په کابل کې هغه مشهور روغتونونه دي چې هره ورځ سلګونه ناروغان ورته له پلازمینې او ولایتونو مراجعه کوي.

نسرین چې د ۳۰کلونو په منګ ده، څو ورځې وړاندې یې د خواښې او مېړه په مرسته ملالۍ زېږنتون ته مراجعه وکړه، خو هلته د خدمه‌وو، نرسانو او ان ډاکټرانو له ناوړه چلند سره مخ شوې ده. نسرین وايي:

« د شپې ۹بجې روغتون ته ورسېدو، پایواز یې راځنې په دروازه کې ستون کړ او زه یې د زېږون خونې ته بوتلم، ټول راباندې برګ و چې د شپې په دغو ۹بجو مې ولې په عذاب کړي دي، یوې راته ویل چې د اولاد له راوړلو پرته بل کوم کار هم لرې او که نه؟ بلې څه او نورو نور څه ویل.»

د نسرین خواښې بیا وايي چې له ناروغانو او پایوازنو سره د ناوړه چلند ترڅنګ، شوکې هم کېږي. د نسرین خواښې وړاندې وايي:

«د خدای لپاره په ما باندې یې درې خلتې سیروم راوړل، خو چې کله مې له نږور پوښتنه وکړه ویل یې چې یوه خلته هم ورته چا نه‌دي ورکړي.»

شکیبا بله مېرمن ده چې له خپلې لور سره د پایوازې په توګه ملالۍ زېږنتون ته راغلې وه.  نوموړې وايي، ډاکټران له هرې مېرمنې پوښتنه کوي چې دا دې څووم ماشوم دی. که اول‌باري وي یو څه نرمښت ښيي، خو که دویم او درېیم ماشوم وي بیا ستوغې سپورې ورته وايي او رټي یې.

«ټول ناروغان رټي او هر څه چې په خوله ورشي هغه ورته وايي.»

له دې ورهاخوا د ارګ په څو کیلومټرۍ کې په رابعه بلخي روغتون کې هم د ناروغانو ورځ بده ده. د دغه روغتون مراجعه‌کوونکي په یوه خوله د نرسانو، ډاکټرانو او خدمه‌وو له ناوړه چلند څخه شکایت لري.

موسی خان همدا څو ورځې وړاندې په ماشوم ناروغه مېرمن دغه روغتون ته راوستې وه. نوموړی وايي، سپکې سپورې څه کوې چې په دې شفاخانه کې له خلکو رشوتونه هم اخېستل کېږي.

موسی خان زیاتوي، په کومه ورځ یې چې زوی وزېږېد، نرسانو په وچ زور هم له ده او هم یې له مېرمنې د شیرینۍ په نوم پیسې واخېستې.

«په خدای باور وکړئ په ما کمبخت یې مه‌کوئ، نرسانو زه سوری کړم او پیسې یې راځنې واخېستې او ډاکترانو مې له مېرمنې شیرینې اخېستې وه، دا شیرینې نه‌ده‌‌، بلکې سم چور دی، شیرینه په خوښه وي، خو دوی یې په زور درځنې اخلي.»

موسی خان په رابعه بلخي روغتون کې له یوې ناویلې هم پرده پورته کوي. نوموړی وايي، د نوي زېږېدلي ماشوم بدن یې شوکارې شوی او داغ داغ وو، خو کله چې له مېرمنې پوښتنه کوي په دغه راز پوهېږي.

«له مېرمنې مې پوښتنه وکړه چې دا ولې، هغې ویل چې د نرسانو نوکان ډېر اوږده وه، ماشوم یې چې واخېست وجود یې ورته ژوبل او داغي کړ.»

بلخوا د ملالۍ زېږنتون سرپرسته عزیزه یوسف د ناروغانو او پایوازانو ستونزې مني، خو وايي چې د پخوا په نسبت ډېر اصلاحات رامنځ ته شوې دي. نوموړي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«ستونزې ډېرې وې، له ناروغ او پایواز سره بد چلند کېده، د شیرینې په پلمه به له پایواز پیسې اخېستل کېدې، خو شپږ میاشتې کېږي چې زه راغلې یم، اوس دا ستونزې کمې شوې او ځینې کسان مې له دندو ګوښه کړل.»

د یوسف په خبره، په روغتونونو کې ناسم مدیریت، د نظم او ډسپلین نشت، شخصي او د روابطو پر بنسټ مقررۍ او نور د هغو عواملو له ډلې دي چې د ناروغانو او طبي پرسونل ترمنځ یې واټن او ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د یادولو وړ ده، موږ هڅه وکړه چې د رابعه بلخي روغتون له چارواکو سره هم مرکه وکړو، خو د پرله‌پسې اړیکو باوجود دوی خبرو ته حاضر نه شول.

شریک کړئ

ورته مطالب