Post Image

ترکي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي چې د دې هېواد ځواکونه نن سهار مهال د سوريې شمالي سيمو ته ننوتي دي او هلته پر مېشتو کردي ملېشو يې بريدونه پيل کړي دي.

د چارواکو د مالوماتو له مخې، د ترکي پوځ دوې وړې ډلګۍ له شمال ختيځو دوو نقطو تل ابيض او راس العين ښارونو څخه د سوريې خاورې ته دننه شوې.

کردي ملېشو تر اوسه د ترکيې له لوري د پيل شويو عملياتو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې خبر ورکړی و چې د ترکي ځواکونو د هر ډول بريد ځواب ته چمتو دي.

ترکيه په سوريه کې مېشتې کردي ملېشې چې له امريکا سره يې په ګډه په دې هېواد کې د داعش پر ضد جګړه کې برخه لرله، ترهګره ډله بولي.

يادې ملېشې د سوريې په شمالي سيمو کې له ترکيې سره پر پوله مېشتې دي.

ترکي چارواکي داسې مهال د عملياتو له پيلېدو خبر ورکوي چې روانه اوونۍ امريکايي ځواکونه د سوريې له شمالي سيمو ووتل او دغلته يې د کردي مليشو پر وړاندې د ترکي ځواکونو عملياتو ته لار خلاصه کړه. تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و، چې که ترکيه په کردي ملېشو بريد وکړي د دغه هېواد اقتصاد به تباه کړي. ولسمشر له ترکيې د ځواکونو د ايستلو له کبله له سختو نيوکو سره مخ دی. له بل لوري ترکي ملېشو په امريکا تور پورې کړی چې له دوی سره يې غداري کړې ده او یوازې يې پرېښي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب