Post Image

ولسمشرغني په دولتي ادارو کې د ښځو ځورولو په اړه د وروستیو ادعاوو ارزونې په هدف د ځانګړي سکرټریت د ایجادولو حکم ورکړی.

دا سکرټریت د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې جوړېږي او په دولتي ادارو کې به د ښځو ځورولو پېښو عادلانه ارزونه کوي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دا سکرټریت د هغو ښځو لپاره د سکون او اعتماد ځای دی چې د جنسي او نورو ځورونو قرباني شوې وي.

د افغانستان بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ښځو حقونو مسووله لطیفه سلطاني وايي، د دغه سکرټریت د رامنځ‌ته کولو عمده هدف په کارځایونو کې د ښځو ډاډمنول دي. نوموړې په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته زیاته کړه:

«دا سکرټریټ د ښځو ځورولو په اړه شوې ادعاوې څېړي، د زیانمنو لپاره د شکایت او عدالت‌غوښتنې زمینه برابروي، رسېدلي شکایتونه مستند کوي او په ادارو کې د ښځو ځورولو وروستیو ادعاوو ته له رسېدګۍ څخه ډاډ رامنځ ته کوي، دا ټولې د سکرټریټ دندې شمېرل کېږي.»

د افغانستان بشري حقونو کمېسیون چارواکي دغه راز وايي چې د دې سکرټریت په رامنځ‌ته کولو سره به د ځورول شویو ښځو هویت او قضیه محرمه وساتل شي.

د سکرټریت ایجادولو په اړه د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، سکرټریت مکلف دی چې ټولې ادعاوې په درېیو میاشتو کې په هر اړخیز ډول وارزوي او د جرمي مواردو تشخیص پر مهال دې قضیې د څېړلو په هدف لویې څارنوالۍ ته واستوي او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر مشرۍ لاندې دي د ولسمشرۍ ماڼۍ مقام ته د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړي.

د دغه حکم له مخې ټولې ادارې مکلفې ګڼل شوې چې د ښځو ځورونې په اړه د وروسیتو ادعاوو ارزونې په رابطه دې له ځانګړي سکرټریت سره مرسته وکړي.

دغه راز لویه څارنوالي هم مکلفه بلل شوې چې د یاد سکرټریت ارجاعي قضیو د رسېدنې چارو ته په خپلو کاري لومړیتونو کې ځای ورکړي او د قانون مطابق خپل اجراات بشپړ کړي.

په ورته وخت کې ښځینه فعالانې د دې سکرټریت رامنځ ته کول یو اړین او پرځای اقدام بولي او وایي چې د دغې ادارې په فعالېدو سره به په دولتي ادارو کې د ښځو ځورولو کچه راټیټه شي.

د ولسي جرګې غړې بي بي ګلالۍ محمدي وایي، دا سکرټریت به د هغو ښځو لپاره د شکایت ثبتولو یو ښه ادرس وي چې په ادارو کې له تاوتریخوالي سره مخ وي او خپل غږ نه‌شي پورته کولای. نوموړې په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«په دولتي ادارو کې له ښځو سره تاوتریخوالي او ځورونې د ښځو کار پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، د دې سکرټریت رامنځ ته کول به لامل شي چې په ادارو کې ښځې کار کولو ته زړه ښه کړي. له بلې خوا به په ادارو کې د ښځو پر وړاندې د دوه ګونې چلند مخه هم ډب شي.»

په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونو د ارزونې دغه سکرټریټ داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په دې وروستیو کې پر دولتي ادارو سربېره په ارګ کې دننه هم په ځینو افرادو د جنسي ځورونې تورونه پورې شوي وو. په یوه مورد کې د ولسمشر پخواني سلاکار حبیب‌الله احمدزي خپل تورونه بېرته واخېستل او ویې ویل چې له خبرو یې ناسم تعبیر شوی دی.

شریک کړئ

ورته مطالب