Post Image

  امريکایي چارواکو خبر ورکړی چې د بغدادي تر وژل کېدو وروسته د امريکايي ځواکونو په ترسره شويو عملياتو کې يې د داعش ډلې دوه نور مهم غړي هم نيولي دي.

د امريکا د پوځ لوی درستیز مارک ميلي که څه هم رسنيو ته د يادو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې نيول شوي کسان د امريکايي ځواکونو تر څار لاندې په يوه خوندي ځای کې ساتل کېږي.

بل لور ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوريه کې يې د داعش يا اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي تر وژل کېدو وروسته په خپل ټوېټر کې د هغه سپي انځور خپور کړی چې له امريکايي ځواکونو سره يې د نوموړي په وژلو کې مرسته کړې ده.

نوموړي د تېرې يکشنبې په ورځ ويلي وو چې بغدادي د امريکايي ځواکونو د عملياتو پرمهال په يوه تونل کې پټ و، خو په خبره يې د امريکايي ځواکونو سپيانو له لوري د پلټنو په پايله کې له پيدا کيدو سره سم يې پر ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړي د هغه سپي په اړه ويلي:

« مونږ د هغه حيرانوونکي سپي انځورونه خپاره کړل (نوم يې نه دی خپور شوی) چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په وژلو کې يې ښه کرادار ادا کړی دی.»

امريکا د اکټوبر په ۲۷مه اعلان وکړ چې په سوريې کې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال د اسلامي دولت يا داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی دی.

شریک کړئ

ورته مطالب