Post Image

په دوحه کې د ترسره شويو بين‌الافغاني خبرو او اعلامیي په اړه د افغانستان حکومت په شمول، يو شمېر سياسیونو، بهرنيو ډپلوماټانو، منتقدینو او په خپله طالب استازو ډول ډول غبرګونونه څرګند کړي دي.

دا خبرې اترې پرون دوشنبې ناوخته د ملکي وګړو د خوندیتوب او تاوتریخوالي کمولو په اړه د یوه مشترک پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پای ته ورسېدې.

 دا پرېکړه‌لیک ټول ټال ۸مادې لري. په دغو مادو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب ترڅنګ د اسلامي نظام پر ټینګښت، سولې خبرو پر دوام، تاوتریخوالي پر کمولو او د جګړې ښکېلو غاړو له لوري د یو بل پر وړاندې د سختې لهجې پر نه‌کارولو جدي ټینګار شوی.

په پرېکړه‌لیک کې همداراز له نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ګاونډيو هېوادونو غوښتنه شوې چې په ټینګه یې ملاتړ وکړي.

بلخوا ځینو ګډونوالو ویلي چې په دغه غونډه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه هم وشوه، خو هغوی اوربند ته سملاسي کوم مثبت ځواب ورنه‌کړ.

د دوحې په بین‌الافغاني غونډه کې حکومتي چارواکو(متین بېګ، نادر نادري او شهزاد اکبر)،  د مدني ټولنو غړو، د ښځو حقونو فعالانو، د سولې عالي شورا غړو، د ګوندونو استازو او د وسله‌والو طالبانو ۱۷کسيز پلاوي برخه اخېستې وه. له طالبانو پرته د نورو ټولو برخه‌والو ګډون شخصي وو او د چا استازیتوب یې نه‌کاوه. په دې اړه ډېر جزئیات د انسان نیوز ډېسک خبریال احسان‌الله احسان په راپور کې ولولئ.

 

په دوحه کې څه تېر شول؟

په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربه‌توب دوه ورځنۍ بین‌الافغاني غونډه په دې پرېکړې پای ته رسېدلې چې په افغانستان کې دې د ملکي وګړو مرګ ژوبله صفر شي.

د دوحې بین‌الافغاني غونډې په ګډه اعلامیه کې نه‌یوازې په دې ټینګار شوی چې د جګړې ښکېلې غاړې دې ملکي مرګ ژوبله صفر کړي، بلکې په دې هم تاکید شوی چې په عامه سیمو کې دې د جګړې ښکېلو غاړو له لوري د بریدونو مخنیوي په هدف یو اجرايي ضمانت رامنځ ته شي. انسان نیوز ډېسک ته په رارسېدلې اعلاميه کې ويل شوي:

«د عامه ځايونو لکه د ښوونځيو، دیني مدرسو، روغتونونو، مارکېټونو، د اوبو بندونو او نورو کاري ځایونو امنیت بايد خوندي او ډاډمن شي.»

د اسلامي نظام ټینګښت، د سولې خبرو اترو دوام، د تاوتریخوالي راکمول، د جګړې غاړو له لوري یو بل ته د نرمې ژبې کارول د دغه ۸ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک نور ټکي دي.

په ورته وخت کې، په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر او په بين‌الافغاني غونډه کې د دې ډلې استازي قاري دين محمد حنيف له الجزيرې خبري شبکې سره په مرکه کې منلې چې په غونډه کې د ملکي وګړو پر خونديتوب ډېر بحثونه شوي دي. نوموړي ويلي چې ملکي وګړي د وسله‌والو طالبانو له لوري د بريدونو هدف نه‌دي او باید د مرګ ژوبلې مخه یې ونیول شي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې:

«د افغانستان ملکي وګړي بايد له هر راز وسله‌وال بريد په امان او خوندي شي، موږ تل دا وایو چې ملکي وګړي هېڅ‌کله زموږ د بريدونو هدف نه‌دي.»

 

ولې د ملکیانو خوندیتوب؟

په دوحه کې بین‌الافغاني خبرو ته د ملکي وګړو د خوندیتوب موضوع له هغې وروسته لاره وکړه چې په کابل او غزني کې د طالب وسله‌والو په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې له امله غبرګونونه توند شول.

«save the children» یا د ماشومانو ملاتړ نړیوالې مؤسسې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د غزني موټر بم ځانمرګي برید په نتیجه کې ۱۸۰تنه ټپیان شوي چې ۶۰یې ماشومان دي. د دغې ادارې په اعلامیه کې همداراز راغلي چې په غور کې د ماین په چاودنه کې بیا ۶تنه ماشومان وژل شوي دي.

د غزني تر پېښې څو ورځې وړاندې په کابل کې د ملي دفاع وزارت پر لوژیستیک ریاست  د طالبانو حملې په نتیجه کې تر ۱۲۰تنو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د دغې پېښې ۵۱تنه ټپیان ماشومان وو.

دغه راز د بین‌‌الافغاني خبرو اترو د پای پرمهال بیا په بغلان ولایت کې د یوه هوايي برید له کبله ۷تنه ووژل شول چې ۶یې ماشومان وو.

دا پېښه د ډنډ شهاب‌الدین ولسوالۍ په کتب‌خیلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ماشومانو ملاتړ نړیوالې مؤسسې د ارزونې له مخې افغانستان د ملکي وګړو، په تېره بیا ماشومانو لپاره خوندي ځای نه‌دی. د دغې ادارې مسوول اونو ون منون له وسله‌والو لوریو غوښتي وو:

« ښکېلې غاړې دې ښوونځیو ته نږدې بریدونه بس کړي، ځکه ماشومان جګړې ته نه‌دي بلل شوي او پکار نه‌ده چې د جګړې بیه پرې کړي.»

خو ایله اوس دغو غبرګونونو ته د دوحې په بین‌الافغاني غونډه کې غبرګون وښودل شو او د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار وشو.

 

ملکي خوندیتوب د رسمي خبرو پیلامه

افغان مبصرین هم په خپل وار د ملکي وګړو د خوندیتوب په رابطه د دوحې بین‌الافغاني غونډې پرېکړه ستايي او هغه یو ښه اقدام بولي. د دوی په عقیده که چېرې د جګړې ښکېل لوري د دغه پرېکړه‌لیک پر اساس د ملکي وګړو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي، نه‌یوازې د مرګ ژوبلې سطحه راښکته کېدلی شي، بلکې په ټوله کې به تاوتریخوالی هم ورسره کم شي.

د سياسي چارو شنونکی امين‌الله شارق وايي، د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه د دواړو لوریو ټینګار د سولې او باورجوړونې په برخه کې لومړنی ګام و چې د دوحې بین‌الافغاني غونډې د برخه‌والو له لوري واخېستل شو. د نوموړي په خبره اوس د دې وخت راورسېد چې په عمل کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او سولې لپاره هڅې وشي. شارق انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«تاوتریخوالی باید کم شي، عاجل ضرورت اوربند ته دی، اوربند له حکومت سره د سولې مذاکراتو د رسمي خبرو پیلامه ده.»

د سياسي چارو شنونکی لطيف ارش بیا د دوحې بین‌الافغاني غونډې پرېکړه‌لیک ته له بلې زاویې ګوري. د نوموړي په خبره دا حسن نیت به لامل شي چې د امريکا او طالب استازو تر منځ هم د افغانستان سولې اووم پړاو خبرې لا قوت ومومي.

د دوحې غونډې له‌پرېکړه‌لیک څخه د ارش برداشت دا دی چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي جګړې ختمولو په اړه دې واحد دريځ او اراده رامنځ‌ ته شوې وي. لطیف ارش په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته زیاته کړه:

«امريکا سره په ګڼو برخو کې طالبان هوکړې ته رسېدونکي دي، خو ځينو مواردو کې چې اختلاف موجود دی، د دغه ډول واحد دريځ له لارې حل کېدای شي.»

 

بېلابېل لیدلوري او څرګندونې

په دوحه کې د ترسره شويو بين‌الاافغاني خبرو او پرېکړه‌لیک په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ، بهرنیو چارو وزارت، د غونډې ګډونوالو، يو شمېر سياسیونو، بهرنيو ډپلوماټانو او په خپله طالب استازو ډول ډول غبرګونونه څرګند کړي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ  د دوحې بين‌الافغاني غونډه  مهمه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي چې په کابل کې یې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وویل:

«د قطر دوه ورځنۍ بین‌الافغاني خبرې موږ ښې ارزیابي کوو، ځکه په دې کې په داسې موضوعاتو بحث وشو چې د افغانستان حکومت غوښتنه هم ده او له کاری لومړیتوبونو یې شمېرل کېږي، لکه د جګړې پای او پایداره سوله، او له سیاسیونو مو هیله ده په هره ناسته کې دې د افغانانو غوښتنې او سوله په پام کې ونیسي.»

صدیقي په ورته وخت کې د طالب استازو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په اړه یې مطرح کړې وې وویل، د افغانستان حکومت اسلامي دی او په دې هېواد کې له پېړيو راهيسې اسلامي نظام حاکم دی. د ولسمشر وياند صديق صديقي په دې رابطه زیاته کړه:

«د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان نظام اسلامي جمهوري دی.»

د ولسمشر ویاند همداراز اشاره وکړه چې په افغانستان کې حاکمیت د خلکو په ارادې پورې تړلی او له همدې کبله حکومت چمتو دی چې ټاکنو ته لاړ شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم د دوحې بین‌الافغاني غونډې پرېکړه‌لیک یو مثبت ګام بللی او تمه یې ښودلې چې د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته وکړي. 

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال ادريس زمان د سې شنبې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د بين‌الافغاني غونډې په ګډ پرېګړه‌ليک کې د جګړې او تاوتريخوالي کمولو په هدف مثبت ټکي موجود دي او له همدې کبله دوی د افغانستان حکومت په استازیتوب د دغه پرېکړه‌لیک هرکلی کوي. نوموړي په دې اړه وویل:

«تېره ورځ د قطر بین‌الافغاني خبرې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېدې، په یاده اعلامیه کې ځینې مثبت ټکي وو چې موږ یې هر کلی کوو. موږ په دې نظر یو چې دا د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینې رامنځ ته کولو لپاره یو مثبت اقدام دی.»

حکومتي چارواکی نادر نادري چې د دوحې بین‌الافغاني غونډې ګډونوال  و، هم په خپل ټویټر د دغې غونډې ستاینه کړې او هغه یې مثبته بللې ده. نادري ویلي، ټولو لوریو خپلې اندېښنې، شکايتونه او هيلې بيان کړې. طالبانو د درد او ويجاړۍ ډېرې کيسې واورېدې او د ناستې ډېری برخه‌والو تاييد کړې. خو نوموړي په ورته وخت کې زیاته کړې:

«طالبانو له افغانستان سره د نړيوالې تولنې ژمنې په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په برخه کې رد کړې. موږ هيله لرو چې دغه موضوع ډېر ژر د طالبانو او افغانستان حکومت په مخامخ خبرو کې تر بحث ونیول شي.»

د نادري په خبره، له طالبانو پرته د غونډې نورو ټولو غړو د افغانستان له اسلامي جمهوريت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

نادري دغه راز له طالبانو څخه د اوربند غوښتنې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، طالبانو اوربند ته سملاسي مثبت ځواب ورنه‌کړ. نوموړي له جرمني او قطر دواړو مننه کړې چې د دې غونډې په رابللو کې يې هڅې کړې.

د نوې ملي جبهې مشر او د دوحې بين‌الافغاني خبرو بل ګډونوال انوارالحق احدي بیا الجزیرې ته ويلي، که څه هم ياده اعلاميه د سولې کومه هوکړه نه‌ده، خو په خبره يې د عامه ځايونو د ساتنې او ملکي وګړو خونديتوب په اړه د تضمين يو سند کېدلی شي. نوموړي ويلي:

«موږ  یاده اعلامیه د سولې موافقه  نه‌شو بللی، خو ويلی شو چې دا د ملکی مرګ ژوبلې د کمولو، عامه ځایونو او ادارو ساتنې يو  سند دی.»

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزل بيا دغه بين‌الافغاني غونډه او په پايله کې يې د ګډې اعلاميې یا پرېکړه‌لیک خپرېدل لویه لاسته‌راوړنه بللې ده. نوموړي زياته کړې چې په ياده غونډه کې د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي کمولو ژمنه یو مثبت اقدام دی:

«ګډه اعلاميه يوه لاسته راوړنه ده او د طالبانو له لوري په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچې کمول بيا يو بل مثبت ګام دی.»

په ورته وخت کې له امريکا سره د وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شير محمد عباس ستانکزي ياده غونډه په افغانستان کې د سولې غوښتنې په تړاو د نظريو د تبادلې یو کنفرانس بللی دی. نوموړي ویلي د یادې غونډې ټول ګډونوال په دې نظر وو چې په افغانستان کې دې تلپاتې سوله رامنځ‌ ته شي:

« دا يو کنفرانس و چې هر چا په افغانستان کې د سولې په اړه خپل نظر څرګندولی شو.»

د دوحې بین‌الافغاني غونډه داسې مهال د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پای ته رسېږي چې د افغانستان سولې په اړه د طالب او امريکايي استازو اووم پړاو خبرې چې د يادې غونډې له امله دوه ورځې ځنډول شوې وې، نن سې شنبې بېرته پيل شوې.

شریک کړئ

ورته مطالب