Post Image

روسیه وایي، پلان لري چې د روان کال په جولای کې ترکیې ته د «اس ۴۰۰» په نوم د توغندیو دفاعي سیستم وسپاري.

د کرملین بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف پرون خبریالانو ته ویلي، د روسیې او ترکیې ترمنځ هوکړه شوې او له مهالوېش سره سم به پرې عمل وشي.

تر دې مخکې واشنګټن انقرې لپاره د جولای تر ۳۱مې وخت ټاکلی و چې له روسیې څخه د توغندیو د دې دفاعي سیستم پېرل ودروي، که نه نو د «اف ۳۵» امریکايي الوتکو قرارداد به له لاسه ورکړي.

ترکیه له څو میاشتو راهیسې له روسیې څخه د دفاعي سیستم پېرلو پر سره له امریکا سره ستونزه لري.

امریکا وایي، د توغندیو روسي دفاعي سیستم د ناټو متحدانو له دفاعي شرایطو سره برابر نه‌دی، خو ترکیه ټینګار کوي چې له روسیې سره یې د دفاعي سیستم په اړه هوکړه کړې او د لغوه کېدو په برخه کې خبرداری ورته د منلو نه‌دی.

شریک کړئ

ورته مطالب