Post Image

د مس عینک اتلانو په څلور وېکټو سره د شپږیږې کرکټ شپږم پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ په پايلوبه کې د وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي د لوبې پچه وګټله او د پاراګان بند امير ښامارانو لوبډلې ته يې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بند امیر ښامارانو په ټاکل شویو ۲۰اورنو کې یې د ۷ویکټو په سوځېډو سره ۱۵۴منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۵۵منډو هدف وټاکه.

د بند امیر ښامارانو په لوبډله کې عمران جنت ۳۲، شوکت زمان ۲۷، باطن شاه ۲۳ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۲۲ منډې ترلاسه کړې.
د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق ۳، شرف الدین اشرف ۲، محمد نبي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

په مقابل کې د بند امیر ښارمارانو له لورې مجیب‌الرحمن ۲، جاوید احمدي او باطن شاه ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه او دوه نور لوبغاړي بیا رن اوټ شول او لوبه یې مس عینک اتلانو ته بایلوده.

د شپږیزې سیالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د تخنیکي ستونزو له کبله و نه شوې چې د شپږیزې شپږم پړاو دغه سیالۍ په یو کال ځنډ ترسره شوې.

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د تلې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د بند امیر ښاماران، د کابل بازان، د امو نهنګان، د سپین غر زمریان او د میس عینک اتلان لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې.

شریک کړئ

ورته مطالب