Post Image

د افغانستان بشري حقونو سازمان وایي، لا هم د افغانستان په توقیف‌خونو کې د څېړنو پر مهال نیول شوي کسان ربړول کېږي.

د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل د شکنجې قربانیانو څخه د ملاتړ نړیوالې ورځې په مناسبت انسان نیوز ‌ډېسک ته وویل، له بندیانو سره ناوړه چلند او د هغوی شکنجه کول لویه ستونزه ده.

که څه هم ښاغلي لعل په افغانستان کې د شکنجه کولو پېښو په اړه ارقام وړاندې نه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې د بېلابېلو اړخونو له لوري د اسیرانو او بندیانو شکنجه کول روان دي او شمېرې یې تر ډېره پټې ساتل کېږي.

 د بشري حقونو سازمان وایي، د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې ربړونه په بې‌سارې کچه ټیټه شوې، خو کافي نه‌ده او باید صفر شي.

د لعل په خبره، له بندیانو څخه د څېړنو پر مهال باید له زور زیاتي کار وانه‌خېستل شي. نوموړي په دې اړه وویل:

«د جګړې ښکېلې غاړې دې له بندیانو سره هغه سلوک وکړي چې انساني ارزښتونو او بشري حقونو ته په کې توهین ونه‌شي او د بندیانو حقونو ته درناوی وشي.»

د بشري حقونو سازمان مني چې په زندانونو کې ربړونه نه‌شته، خو وايي چې په څېړن‌خونو او توقیف‌خونو کې د ربړونې بېلابېل ډولونه تر سترګو شوي دي.

ولې شکنجه؟

د بشري حقونو سازمان وایي، ډېر کله مستنطقین فکر کوي چې د توقیف شویو کسانو شکنجه کول د دوی حق دی او شکنجه کېدونکی هم په ناغوښتلې توګه دا یو اصل بولي.

د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي، ډېر کم بندیان لیدل شوي چې شکنجه شوې دې نه‌وي.

لعل ګل لعل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان د راپور په حواله زیاتوي چې په افغانستان کې د پوليسو په توقیف‌ځایونو کې د بندیانو شکنجه کول په سیستماتیک ډول ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې خپور شوی، راغلي چې د پولیسو او ملي اردو په توقیف‌خونو کې د شکنجه کولو فیصدي له ۳۹سلنې ۳۲ ته او د ملي امنیت په توقیف‌خونو کې بیا له ۲۹سلنې ۱۹سلنې ته راکمه شوې ده.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې زیاته کړې، له دې سره سره چې په وروستو دوو کلونو کې ربړونه راکمه شوې، خو دا ستونزه اوس هم موجوده ده.

د ملګرو ملتونو څار سازمان دا راپور په ۲۸ ولایتونو کې له ۶۱۰ زندانیانو سره د مرکو پر بنسټ ترتیب شوی دی.

یو شمېر زندانیانو دغه سازمان ته ویلي، دوی ځکه شکنجه شوي چې اجباري اعتراف ځنې واخېستل شي.

 

د شکنجې ډولونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي، یو شمېر زندانیانو ورته ویلي چې دوی په خورا بد ډول شکنجه شوي دي.

ساه بندونه، برقي شارټونه، د تناسلې الې راکشول، له لاس او پښې څخه راځوړندول؛ د شکنجې هغه ډولونه دي چې یو شمېر بندیانو په خپلو مرکو کې د بشري حقونو څار نړیوال سازمان ته یې نومونه اخېستې دي. 

دغه راز ځینو بندیانو دغه سازمان ته ویلي چې یو شمېر بندیان تري تم شوي هم دي.

 

د شکنجه کولو لامل

د بشري حقونو سازمان د افغانستان په توقیف‌خونو کې د شکنجې لوی لامل د عامه پوهاوي نشتون په ګوته کوي.

دغه سازمان وایي، د قانون نه حاکمیت، د عامه پوهاوي نشت، د سواد ټیټه کچه او د اړوندو قوانینو نه تشریح کول او پرې نه‌پوهېدل د شکنجه کولو عمده لاملونه دي.

دغه سازمان په ورته وخت کې د شکنجې د نه‌راکمېدو بل علت د مجازاتو او مکافاتو د سیستم نشتوالی په ګوته کړی. د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي:

«څوک چې په ربړونه کې متضرر شي باید جبران خساره ورکړل شي. که څه هم د خسارې قانون شته، خو تر اوسه هېڅ عمل ورباندې نه‌دی شوی او سترګې ورباندې پټې شوې دي.»

 

د شکنجې د مخنيوي قانون

که څه هم د شکنجې مخنیوي قانون په ۱۳۹۶لمریز کال کې توشیح شوی، خو د بشري حقونه سازمان وایي، دا قانون ډېرې نیمګړتیاوې لري.

د شکنجې مخنیوي قانون څلور څپرکي او ۲۱مادې لري چې پر بنسټ یې د بندیانو او توقیف‌شویو کسانو هر ډول شکنجه جرم ګڼل شوې.

د شکنجې مخنیوي قانون تېر کال د ولسمشر له لوري د یوه تقنیني فرمان پر اساس نشر شو.

د افغانستان په اساسي قانون او د جزا قانون کې هم شکنجه منع ده او ان سرغړوونکي باید مجازات شي، خو تراوسه په افغانستان کې د بندیانو شکنجه کولو په تور څوک نه‌دي محاکمه شوي.

سربېره پر دې د شکنجې منعې نړیوال کنوانسیون کابو درې لسیزې وړاندې رامنځ ته شوی او ۱۱۵هېوادونو منلی دی، خو د بښنې نړیوال سازمان ادعا لري چې تر نیمايي زیات غړي هېوادونه ورته ژمن نه‌دي.

 

توقیف‌خونو کې څه تېرېږي؟

عصمت‌الله چې په تېره روژه کې د ملي امنیت له توقیف‌خونې ازاد شوی، وايي چې د پخوا په نسبت له بندیانو او توقیف‌شویو کسانو سره د ملي امنیت ادارې په سلوک کې بدلون راغلی.

عصمت‌الله وايي، د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې دوه ځلې د ملي امنیت ادارې له لوري نیول شوی او خوشې شوی دی. نوموړي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«په اول ځل چې بندي شوم روحاً او جسماً یو څه ځورول کېدم، خو دویم ځل چې بند شوم چا نه‌یم ځورولی او ډېر ښه سلوک راسره وشو.»

په ورته وخت کې د ملي امنیت یوې سرچینې هم انسان نیوز ډېسک ته ویلي چې د دوی په توقیف‌خونو کې بندیان نه‌ځورل کېږي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه ریاست ټولو ملي او نړیوالو قوانینو ته ژمن دی او ورته درناوی کوي.

د سرچینې په خبره د دغې ادارې مستنطقین د مؤظف څارنوال په حضور کې له بندیانو پوښتنې کوي.

خو بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره(یوناما) بیا له هغو بندیانو سره کتلي دي چې د طالبانو له توقیف‌خونو ازاد شوي.

دغې ادارې د جوزا په ۵مه د یوه راپور په ترڅ کې ادعا وکړه چې طالبان له بندیانو سره ناوړه چلند کوي.

یوناما زیاته کړې، طالبان له بندیانو سره داسې چال چلند کوي چې شکنجه بلل کېږي.

د یوناما دغه راپور له هغو کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی چې امنیتي ځواکونو د طالبانو له زندانونو ازاد کړي دي.

ازاد شویو بندیانو یوناما ته زیاته کړې، د طالبانو په زندانونو کې یې د بندیانو شکنجه کول، ځورول او ان وژل په خپلو سترګو لیدلي دي.

یوناما همداراز په خپل راپور کې د طالبانو په  بندخونو کې د ۱۱زندانیانو د وژلو خبر هم ورکړی وی.

ځانګړی راپور: نسیم حلیم

شریک کړئ

ورته مطالب