Post Image

کندز کې ځايي چارواکي وايي، د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د وسله‌والو طالبانو د بريد په نتيجه کې ۹ تنه ملي پولیس او ۱۱تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز امنيه قوماندانۍ وياند انعام‌الدين وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر څو پوستو بريد وکړ چې پولیسو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښنتې.

نوموړي رسنيو ته ويلي:

«طالبانو پرون شپه پر پوستو بريد وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، د دې جګړې په نتيجه کې ۹ تنه پولیس او ۱۱ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲تنه نور ټپيان شوي دي.»

وسله والو طالبانو د تېرې شپې د برید د مسوولیت په اخیستلو سره ویلي چې د قوماندان ظاهر په نوم ۱۴ پولیس یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه