Post Image

د افغانستان ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، له دولتي امکاناتو دې قانوني استفاده وشي او ملي ځواکوانه دې د خلکو د امنيت ټينګښت  او نظم لپاره وکارول شي.

نوموړي دا څرګندونې پرون د امنيتي سکټور مشرتابه غونډه کې وکړې.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې شول او هغه پرمختګونه مطرح شول، چې په تېرو څو ورځو کې په نظامي برخه کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې د محب له قوله راغلي:

«د عملیاتو د موثریت او د ځینو امنیتي ګواښونو د مهارولو په برخه کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د ستايلو دي، ملي ځواکونه دې د خلکو او ولس لپاره د نظم او امنیت د ټینګولو په لاره کې وکارول شي او له دولتي امکاناتو دې هم قانوني استفاده وشي.»

 د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې د نا امنه سیمو او ولسوالیو په اړه د حکومت د ځانګړو پراختیايي او امنیتي پلانونو پر سر هم بحثونه وشول او ټینګار وشو، چې یاد پلانونه دې ژر تر ژره عملي شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه