Post Image

ملي دفاع وزارت وایي، د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ۶۰ کلي او د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې ۱۸کلي د وسله‌والو طالبانو له موجوديت څخه پاک او د هغوی له کنترول څخه ازاد شوي.

ملي دفاع وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طوفان هریرود تر عنوان لاندې عملیاتو پر دوام سره يې په غور او هرات ولایتونو کې تر سختو جګړو وروسته د شهرک ولسوالۍ په (جلګه مزار دره) کې ۶۰ کلي او د هرات چشت ولسوالۍ په (ګک دره) کې بیا ۱۸کلي د وسله‌والو طالبانو له کنترول څخه ازاد او پاک کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله د يادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ کړۍ ماینونه هم چې په لارو او سړکونو کې خښ شوي و کشف او حنثی شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غور ولایت کې د پوځي فشارونو او په جګړه کې د وسله‌والو طالبانو تر محاصره کېدو وروسته په درېیو مرحلو کې د ملاسراج الدین، محمدعارف، د محمد او ګل خان طالب قومندانانو په مشرۍ تر ۲۱۰ تنو طالب جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

دغو جنګیالیو له ځان سره ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم کړي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، له وسله‌والو طالبانو څخه پاکو شویو سیمو کې به د هغوی بیا ځلي نفوذ مخنيوي په خاطر پوستې او پوځي بېزونه ځای پر ځای کړي.

ملي دفاع وزارت همداراز په دې عملیاتو کې لسګونو طالبانو وسله‌والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې.

په غور او هرات ولایتونو کې له تېرې یوې میاشتي راهيسې د وسله‌والو طالبانو پر ضد چاڼیز پوځي عملیات پیل شوي او لا هم دوام لري دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه