Post Image

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون په ځانګړې غونډه کې د ټاکنو کمېسيون لپاره د بايومټريک ۱۷۰۰۰ دستګاوې منظور شوې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونده کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیا وړ ۱۷۸۶۵ بایومتریک دستګاوو او  سافټ‏ویرونو د برابرولو غوښتنه وارزول شوه چې له غور او بحث وروسته بايومټريک دستګاوې او اړوند توکي يې منظور شول.

د دې دستګاوو او اړوندو توکو پر پېرلو به يې ۱۴،۱۴ مېليونه يورو لګښت راځي.

د خبرپاڼه په حواله، په دې غونډه کې د مدني بنسټونو په استازیتوب د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیاوو د تطبیق پر څرنګوالي او په دې پروسه کې د شفافیت په اړه خپل نظریات شریک کړل.

خبرپاڼه زياتوي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د نظریاتو له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو پروسو د شفافیت او سلامتیا څارنه د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې مسوولیت دی، تر څو د دغه قرارداد د سالم تطبیق او یا په پروسو کې د شفافیت په اړه هر اړخیزه څارنه وکړي.

د يادولو ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو لپاره نږدې ۳۹ زره بایومټریک دستګاوو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۲۰ زره بایومتریک دستګاوې لا له وړاندې دغه کمېسیون ته په پارلماني ټاکنو کې برابرې او په واک کې ورکړل شوې دي.

د دغه کمېسیون د غوښتنې او اړتیا پر بنسټ تر ۱۷ زرو زیاتې نورې د بایومتریک دستګاوې پېرل کېږي.

شریک کړئ

ورته مطالب