Post Image

ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو برخو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۰تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خپرپاڼه ویلي، دا عملیات په زابل، میدان وردګ، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، بلخ، غور او کاپیسا ولایتونو کې شوي دي.

یاد وزارت ویلي، په دغو پوځي عملیاتو کې چې د ناټو  هوایي ځواک یې ملاتړ کاوه ۷۶ وسله‌وال ټپیان شوي هم دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، په وژل شویو او ټپیانو کې د وسله‌والو مهم مشران هم شامل دي.

د حکومت وسله‌والو مخالفانو لا تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شریک کړئ

ورته مطالب