Post Image

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې له ایران سره د مقابلې لپاره منځني ختیځ ته د ۱۲۰زرو امریکایي سرتېرو  پر استولو غور کوي.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا مهال داسې کوم پلان نه‌شته، خو که اړتیا شي، امریکا به تر دې زیات سرتېري واستوي.

ټرمپ وایي:

«زه فکر کوم دا جعلي خبر دی. ایا زه به دا وکړم؟ حتماً خو اوس موږ د دې لپاره پلان نه‌لرو. هیله مې ده تر دې به نه‌رسېږو چې داسې څه پلان کړو، خو که موږ دا کار کوو، موږ به تر دې بیخي ډېر سرتېري واستوو، خو زه فکر کوم چې دا یو جعلي خبر دی.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا حکومت د یو شمېر چارواکو له خولې ویلي و چې د ټرمپ جګپوړیو چارواکو په غونډه کې د څو پلانونو جزئیات وړاندې شوي چې د ۱۲۰زره سرتېرو استول د پلان مهمه برخه جوړوي.

امریکا، ایران په منځني ختیځ کې د بې‌ثباتۍ په هڅو او د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.

د ټرمپ تر خبرو وروسته خامنه‌یي له عراق او عمان غوښتي چې د امریکا او ایران ترمنځ په روانو مسئلو کې منځګړتوب وکړي.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌یي وایي، له امریکا سره له پوځي اړخه کومه ستونزه نه‌لري، جګړه نه‌غواړي، خو له خپلې خاورې دفاع کوي.

په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي او داسې وېره ده چې په جګړه سره وانه‌وړي.

شریک کړئ

ورته مطالب