Post Image

د جون ۲۶مه له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نړۍ ترڅنګ په افغانستان کې هم هر کال لمانځل کېږي او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر نویو نویو تګلارو بحثونه کېږي، خو په عمل کې لیدل کېږي چې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو له منځه وړل اوږدې مبارزې ته اړتیا لري او ښايي کلونه کلونه نور وخت هم واخلي.

 شواهد ښيي چې له ۲۰۰۲میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کابو ۹میلیارد ډالره لګول شوي، لاکن افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه د اپینو د سترو تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی.

 سربېره پر دې د کوکنارو کرکیلې افغانستان نه‌یوازې د نړۍ په سطحه بدنام کړی، بلکې په کوردننه یې هم لوی لوی مصیبتونه زېږولي دي. د جګړې دوام، د مافیايي ډلو ډېروالی او په نشه‌يي توکو د کابو درې میلیونونه ځوانانو اخته کېدل هغه سترې ناخوالې دي چې د افغانستان پر ولس یې د ژوند ساحه تنګه کړې ده.

 زموږ همکار تاج‌ولي غورځنګ د جون ۲۶مې په پلمه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکیلې، عوایدو، زیانونو او له جګړې سره یې پر اړیکې لاندې راپور برابر کړی.

 

که څه هم د پخوا په نسبت د کوکنارو په کرکیله کې کموالی تر سترګو کېږي، خو افغانستان لا هم د نړۍ په سطحه تر ټولو ډېر اپین تولیدوي. یا په بله وینا افغانستان لږ تر لږه هر کال د نړۍ د اړتیا وړ نشه‌يي توکو ۸۰سلنه تولیدوي چې شاوخوا ۶نیم زره ټنه کېږي.

د افغانستان حکومت او د نشه‌یي توکو او جرایمو پر وړاندې د ملګرو ملتونو مبارزې دفتر وايي چې په تېر ۲۰۱۸میلادي کال کې د نشه‌يي توکو کرکیله ۲۹سلنه راکمه شوې ده. د دغه دفتر په کلني راپور کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې کابو ۶نیم زره ټنه اپین تولید شوی دی.

تر دې دمخه په افغانستان کې د اپینو تولید تر ۹زره ټنو پورې رسېده.

راپور زیاتوي چې دغه کموالی له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې تر ټولو ډېر دی.

د دغه راپور له مخې په افغانستان کې په شاوخوا ۳۲۸زره هټکاره ځمکه نشه‌يي توکي کرل کېږي.

د راپور په حواله، د افغانستان په جنوبي سیمو کې ۶۹سلنه، په لوېدیځو سیمو کې ۱۲سلنه، په ختیځو سیمو کې ۸سلنه او په شمالي سیمو کې په ۴سلنه کرنیزو ځمکو کوکنار کرل شوي.

د پخوا په څېر په هلمند، کندهار، ارزګان او ننګرهار کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل شوي دي.

 خوست، بامیان، کندز، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، پروان، لوګر او وردګ هغه ولایتونه ښودل شوي چې کوکنار په کې نه‌کرل کېږي. نورستان هم اوس د هغو ولایتونو په کتار کې حسابېږي چې د کوکنارو کرښت په کې صفر شوی دی.

د یادولو وړ ده چې په ۱۹۹۴میلادي کال کې په ۷۱زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل کېدل، خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل دا کچه ۵۷زره هکټارو ته راښکته او په ۲۰۰۱میلادي کال کې بیا یوازې په  ۸زره کتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

 

په نشو روږدي

په افغانستان کې د کوکنارو کرکیلې ډېروالي په کوردننه په نشه‌يي توکو د روږدېدو سطحه هم لوړه کړې ده.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبازرې عدلي او قضایې مرکز شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د تولید شویو نشه‌يي توکو ۳.۶سلنه په هېواد کې دننه روږدي کسان کاروي. دا مرکز وړاندې کاږي چې دغه فیصده د شته نفوس ۱۱.۱برخه جوړوي.

کومه وروستۍ سروې چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او یوې امریکايي ادارې په ګډه همکارۍ بشپړه شوې، ښيي چې په افغانستان کې ۳.۵میلیونه وګړي په نشه‌يي توکو روږدې دي.

د دغې سروې پر بنسټ ۱.۴میلیونه دایمي روږدې دي او ۲.۲میلیونه یې بیا په یو نه یو ډول له نشه‌يي توکو اغېزمن دي.

د سروې له مخې د پورتنۍ شمېرې ۸۵۰زره تنه ښځې جوړوي. په سروې کې همداراز راغلي چې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو یو میلیون تنه له ۱۸کلونو کم عمره کسان دي.

د افغانستان قوانینو له مخې هغه کسان چې ۱۸کلنۍ ته نه‌وي رسېدلي، ماشومان شمېرل کېږي.

د سروې پر بنیاد په افغانستان کې د روږدو کسانو د عمر منځنۍ کچه ۳۹کاله ښودل شوې ده.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سلاکار محمدحنیف دانشیار ویلي چې پورتنۍ شمېره ډېره لوړه ده او له دې کبله افغان حکومت سخت اندېښمن دی.

 

د درملنې امکانات

په افغانستان کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په پار تر اوسه ټول ټال ۲۱۰بېلابېل مرکزونه جوړ شوي دي. پخوا د دغو مراکزو شمېر ۱۱۰ وو. دغو مراکزو ته د معتادینو د درملنې مراکز ویل کېږي.

دمګړۍ د افغانستان عامې روغتیا وزارت او نورې مرستندویه ادارې په کلني معیار د کابو ۳۹زره معتادینو د درملنې وړتیا لري، خو د عامې روغتیا وزارت او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي په پام کې لري چې د روږدو کسانو د درملنې ظرفیت له ۳۹زره ۴۵زره کسانو ته پورته کړي.

فینکس په کابل کې د معتادینو درملنې تر ټولو لوی مرکز دی. دا مرکز په تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو مشهور کمپ و، خو له تېرو شاوخوا دوه‌نیمو کلونو راهیسې په کې د معتادینو درملنه کېږي.

رویا هغه رغېدلې نجلۍ ده چې په همدغه مرکز کې یې درملنه شوې ده. نوموړې وايي چې پلار یې هم نشې خوړلی، خو له دې سره بخت یاري کړې چې په دغه مرکز پېښه شوه. نوموړې زیاتوي:

«ما د نورو معتادینو په څېر پل سوخته ته پناه وړې، خو پولیس راغلل او له نورو کسانو سره یې یو ځای ونیولم او دغه کمپ ته یې راوستم.»

 

نوموړې وړاندې وايي چې کابو ۴۰ورځې یې په عملي توګه درملنه شوې او بیا تر شپږو میاشتو د مرکز د کارکوونکو له لوري تعقیب شوې چې بېرته نشه پیل نه‌کړي:

«اوس داسې انګېرم چې ګواکې دوباره زېږېدلې یم.»

د معتادینو د درملنې په دغه مرکز کې نه‌یوازې د نشې اغېزې له منځه ځي، بلکې رغېدلو ته کار او کسب هم ور زده کېږي.

رویا په دغه مرکز کې خیاطي زده‌کړې او اوس له دې لارې خپله ګوزاره کوي او پر کور یې د خیاطۍ لوحه ځړېږي.

احمدعلي بیا بل تن دی چې په دغه مرکز کې د خیاطۍ زده‌کړه کوي. نوموړی هیله څرګندوي چې په راتلونکې کې به خپل کارو بار ولري او بیا به هېڅ‌کله نشه‌ ونه‌کوي.

 

د نشه‌يي توکو ګټه وټه

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولین وايي چې تېر کال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو عواید تر ۶میلیارده ډالرو زیات وو.

چارواکي، ناامني، د جګړو دوام او د بزګرو اقتصادي ستونزې د نشه‌يي توکو د کرکیلې د زیاتوالي لامل ګڼي.

د مخدره توکو پرضد د مبارزې مرستیال وزیر احمد جاوید قایم د روان ۱۳۹۷لمریز کال د ثور په ۳۱مه په یوه خبري غونډه کې ویلي و:

 « تېرکال د مخدره موادو اقتصادي ارزښت په افغانستان کې د ۴ او ۶ میلیارده ډالرو ترمنځ محاسبه شوی دی، تېرکال ارقام ډېر لوړ وو، له هغې وړاندې به شمېرې معمولاً ټيټې وې له ۳ میلیاردو څخه نه لوړې دې.»

د قایم د معلوماتو له مخې د دغه رقم ۱.۴میلیارده ډالر د بزګرو او پاتې نور یې مافیايي کړو ترلاسه کړې دي.

 

۹ملیارده لګښت

په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکیلې او قاچاقو په اړه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار موندنې ښيي چې په وضعیت کې د پام بدلون نه‌دی راغلی.

د سیګار راپور پر بنسټ ځینو فاسدو چارواکو، د مخدره توکو قاچاقبرو او د حکومت وسله‌والو مخالفانو یوه ګډه مافیايي شبکه جوړه کړې او په دې توګه نه‌یوازې حکومت ننګوي، بلکې د امریکا مخنیوونکې هڅې یې هم په سیند لاهو کړې دي.

د سیګار ادارې وروستي راپور له مخې څرګندېږي چې امریکا له ۲۰۰۲میلادي کال راهیسې د کوکنارو کرکیلې پر ضد د مبارزې په برخه کې ۸.۶۴میلیارده ډالره لګولي.

د سیګار معلومات په ډاګه کوي چې د دغې پانګونې باوجود افغانستان بیا هم د نړۍ په کچه د اپینو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد پاتې شوی او شویو هڅو رنګ نه‌دی راوړی.

 

حل څه دی؟

د منتقدینو په خبره د افغانستان بزګر تر ډېره له بدې ورځې او مجبوریت کوکنار کري. د دوی په عقیده د افغانستان او امریکا حکومتونو ته په کار دي چې د بزګرو په ژوند کې د بدلون لپاره ډېر کار وکړي.

سربېره پر دې ناامني او د مافیايي کړیو پراخ فعالیت هم په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې زیاتوالي لامل ښودل کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه او د نورستان پخوانی والي جمال‌الدین بدر وايي چې د جګړو او ناامنۍ شدت په سلو کې ۵۰ د کوکنارو د کرکیلې په زیاتوالي اغېز کړی.

د بدره په خبره د حکومت وسله‌وال مخالفان او نورې ډلې د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاقو له لارې خپل جنګي ماشین چلوي. بدر په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«ټول مخالفین له همدې لارې پیسې او امکانات ترلاسه کوي، نشه‌يي توکي او جګړه ډېرې تنګاتنګې اړیکې لري.»

د بدر په وینا په هغو سیمو کې چې د حکومت ولکه ټینګه ده، هلته د نشه‌يي توکو څرک نه‌لېدل کېږي، خو په هغو ځایونو کې چې وسله‌وال مخالفین یا نورې ډلې نفوذ لري، هلته یې کر هم لوړ دی.

ځینې نور مبصرین بیا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستندونه ادارو په تګلارو نیوکه کوي. د دوی په باور مرستندویه ادارې او هېوادونه په تېره بیا امریکا په دغه برخه کې سرسري ګامونه اخېستي او د قضیې بنیادي حل ته یې پاملرنه نه‌ده کړې.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل هوتک په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«زما په عقیده هڅې باید مشترکې شي او د افغانستان حکومت په ملګرتیا نړیواله ټولنه داسې ګامونه پورته کړي چې پر بنسټ یې بزګر پیسې وګټلی شي او د نشه‌يي توکو له کښت لاس واخلي، زعفران او یا نور کښتونه ښه بدیل کېدلی شي، لا هم دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.»

د یادولو وړ ده چې د کوکنارو بدیل کښت په توګه د زعفرانو کرکیله له تېرو څو کلونو راهیسې لوړه شوې ده.

د کرنې وزارت په پام کې لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د زعفرانو تولید له ۳.۵ټنو ۱۴ټنو ته په کال کې ډېر کړي. له دې سره جوخت به یې ګټه وټه هم له ۴.۵میلیونه ډالرو  ۲۰۰میلیونه ډالرو ته پورته شي.

د افغانستان زعفران تر اوسه یو شمېر عربي هېوادونو او المان ته صادرېږي او د یوې کیلو بیه یې نږدې ۲۰۰زره ډالره محاسبه شوې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب