Post Image

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې په جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې او په دې تړاو يې له افغان حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

«د امنيت شورا غړو د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د ننګرهار د هسکې مېنې په يوه جومات کې هغه خونړی او ډارن بريد په کلکو ټکو وغانده چې په پايله کې يې شاوخوا ۶۰ تنه ووژل شول او دومره نور ټپيان شول.»

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د امنيت شورا غړو د قربانيانو له کورنيو او افغان دولت سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د هغو کسانو لپاره يې د بېړنۍ روغتیا هيله وکړه چې په دې بريد کې ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:

«د امنیت شورا غړو يو ځل بيا ټينګار وکړ چې هر ډول ترهګري نړيوالې سولې او امنيت ته جدي ګواښ دی. دوی دغه راز ټينګار وکړ چې د دې بريد عاملان، پلانوونکي او مالي ملاتړي دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. له ټولو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې د خپلو ژمنو پر بنسټ او د نړيوالو قوانينو او امنيت شورا د پرېکړه‌ليکونو له مخې په دې برخه کې له افغان دولت او اړوندو چارواکو سره په فعالانه ډول همکاري وکړي.»

د امنيت شورا غړو دغه راز ټينګار کړی چې هر ډول ترهګريزې کړنې بې له دې چې دې ته پام وشي چې انګېزه يې څه ده، چېرته دي، څه وخت او د چا له لوري دي، جنايت دی او د توجيه وړ نه دي.

دوی یو ځل بيا د نړيوالې سولې او امنيت پر وړاندې د ترهګرو اعمالو په مقابل کې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ او دغه راز د بشر حقونو د نړيوال قانون، د کډوالو قانون او نړيوالو بشري حقونو له مخې د جګړې پر اړتیا ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د جمعې د لمانځه پر مهال د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې په جامع جومات کې چاودنه وشوه او دې چاودنې د رسمي شمېرو پر اساس ۶۴ تنه ووژل او ۳۲ نور يې ټپيان کړل، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، په دې چاودنه کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي. تر دې وړاندې د ګڼو نورو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو له لوري هم دغه چاودنه غندل شوې. تر دې مهاله هېڅ ډلې د دې برید مسووليت نه دی منلی.

وړمه ورځ ولسمشر غني هم د  پېښې سيمې ته سفر وکړ او هلته يې په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د داعش ډلې پر وړاندې به د افغان حکومت اقدامات لا چټک شي او دغه راز به د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يوه يوه نمره ځمکه ورکړل شي او دغه راز به د قربانيانو وارثين د حج مراسمو ته ولېږل شي.

 

 

 

شریک کړئ

ورته مطالب