Post Image

د روسیې امنيتي خدمتونو فدراله اداره وايي، داعش غواړي په افغانستان کې ځان ته مرکزونه جوړ او له دې ځايه په مرکزي اسيا بريدونه وکړي.

د نړيوالو خبري رسنيو په راپورونو کې د روسیې امنیتي خدمتونو فدرالې ادارې مشر الګساندر بورتنیکوف له قوله راغلي:

«موږ په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليتونو شاهدان يوو دا ډله غواړي په دې ځایه کې ځان ته مرکزونه جوړ کړي او له دې ځايه خپل بريدونه پر مرکزي اسيا طرح او پلان کړي.»

نوموړي زیاته کړې، داعش غواړي د خپلو بریدونو لپاره د مرکزي اسیا له افراطیانو او اورپکو څخه کار واخلي.

ياد روسی چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې موده وړاندې د داعش ډلې رهبر د سوریې په ادلب ښار کې ووژل شو.

د افغانستان حکومت د داعش ډلې د رهبر ابوبکر البغدادي تر مړينې وروسته وويل چې د نوموړي وژنه د يادې ډلې پر فعاليتونو اغېزه لرلی شي.

شریک کړئ

ورته مطالب