Post Image

د امریکا متحده ایالاتو د سفارت یوه ویاند د پنج‌شنبې په ورځ وویل، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه ناڅاپي سفر بیجینګ ته رسېدلی. د دغه سفر موخه په افغانستان کې د څه کم دوه‌ لسیزې جګړې ختمول او د افغانستان سولې لپاره د چین ملاتړ راجلبول ښودل شوي.

د امریکا سفارت دغه ویاند نه‌ خپل نوم اخېستی او نه یې د خلیلزاد سفر په اړه نور جزئیات ورکړي، خو د سولې وروستیو هڅو ته په پام داسې اټکل کېږي چې دا سفر به ګټور وي او د چین اندېښنې به یو څه راکمې کړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سولې اووم پړاو خبرو کې ګټور او پراخ پرمختګ شوی او دواړو لوري تقریباً د بهرنیو ځواکونو وتلو مهالوېش او دوامدار اوربند په رابطه موافقې ته نږدې شوي دي.

د پاکستان، ایران او روسيې سره جوخت چین هم په افغانستان کې د پام وړ نفوذ درلودلی شي او اړتیا ده چې په دغه بهیر کې شریک وي.

چین تر دې وړاندې د طالبانو او افغانستان دولت ځینو استازو ترمنځ د خبرواترو کوربه‌توب هم کړی او د افغانستان په کاني زیرمو د پانګونې لپاره هم پوره لېواله دی.

 سربېره پر دې افغانستان او چین د واخان په لرې پرتو سیمو کې ګډه پوله لري او له دغې لارې د سوداګرۍ پراختیا به په سیمه کې د بې‌ثباتۍ امکانات له منځه یوسي.

چین د افغانستان مسو په ستر کان(مس عینک) کې پانګونه هم کړې ده. د دغه کان قرارداد د ۳۰کلونو لپاره دی. ویل کېږي چې له دغه کان څخه د لسګونه ملیارده ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۵۰میلیون ټنه فلزات ترلاسه کېدلی شي.

په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي تېر کال ویلي و، بیجینګ په افغانستان کې د تروریزم ضد عملیاتو د ښه کېدو لپاره د غرونو لیګ جوړ کړی، خو سرتېري به یې عملاً په هېواد کې حضور ونه‌لري. له دغې پوځي مرستې سره سره چین د تجهیزاتو او روزنې په برخه کې هم ټټر ډبولی.

که څه هم د چینایانو پوځي فعالیت رد شوی، خو ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، په واخان کې د چین پوځي وسایط لیدل شوي دي. په عین وخت کې دا هم ویل شوي، د دغو وسایطو پر مټ د هندوکش غرونو کې چې شمال لور ته یې تاجکستان او جنوب ته یې پاکستان واقع دی، عملیات کېږي.

افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان غړی دی. د دغه سازمان مشري بیجینګ کوي. یاد سازمان په منځنۍ اسیا کې د امریکا نفوذ پر وړاندې یو لوی خنډ بلل کېږي.

شریک کړئ

ورته مطالب