Post Image

د نړيوال جام د لوبو په لړ کې نن سه‌شنبې بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د افغانستان په وخت نن له غرمې وروسته د انګلستان په برېسټول کرکټ لوبغالي کې کېږي.

بنګله‌دېش تراوسه درې لوبې کړې چې يوازې يوه یې ګټلې او دوه نورې یې بایللې دي او سريلانکا هم درې لوبې کړې چې يوه یې ګټلې او یوه یې بایللې او يوه یې هم د باران د ورېدو له کبله مساوي شوې.

بنګله دېش د دې سياليو لومړۍ لوبه له سويلي افريقا ګټلې، خو دويمه او درېيمه لوبې یې نيوزيلڼد او انګلستان ته وبايللې.

له بل لوري سرېلانکا بيا خپله يوه لوبه له افغانستانه ګټلې، دويمه لوبه یې نيوزيلنډ ته بايللې او درېیمه لوبه یې د باران ورېدو له کبله مساوي شوې وه.

په نننۍ لوبه کې د سرېلانکا لوبډلې له لوري په توپ‌هنه کې ډېره تمه له کوسل پرېرا او کارونارټني او د توپ‌اچونې په برخه کې بيا له پراديپ او لسيټ ملينګا د ښې لوبې تمه کېږي.

د بنګله دېش له لوري په توپ‌وهنه کې په وروستيو کې شکېب الحسن، مشفيق الرحيم او سومايا سرکار ښه ځلېدلي دي او د توپ‌اچونې په برخه کې له مهدي حسن او محمد سيف الدين ډېره تمه کېږي چې د خپلې لوبډلې لپاره به ښه وځلېږي.

په بنګله دېشۍ لوبډله کې شکېب الحسن هغه الراونډر دی چې تر اوسه یې د خپلې لوبډلې لپاره په درې لوبو کې ۲۶۰ منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې بیا محمد سیف الدين د خپلې لوبډلې لپاره په درې لوبو کې ۶ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له بل لوري د سرېلانکايۍ لوبډلې لپاره کوسال پرېرا هغه توپ‌وهونکی دی چې تراوسه یې یوازې په دوو لوبو کې ۱۰۷ منډې جوړې کړې او د توپ‌اچونې په برخه کې نووان پراديپ بیا څلور وېکټې ترلاسه کړې دي.

بنګله دېش او سريلانکا په دې وروستيو کې په يو ورځنيو سياليو کې پنځه ځله سره مخ شوې چې درې ځلې سرېلانکا  او دوه ځله بنګله دېش بريا خپله کړې ده.

سرېلانکا تراوسه يوازې يو ځل بريالۍ شوې چې د يو ورځنيو لوبو اتلولي خپله کړې او بنګله  دېش بيا تراوسه کومه اتلولي نده ګټلې.

د ياودنې وړ ده چې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې بنګله دېش اووم او سرېلانکا نهم مقام لري.

شریک کړئ

ورته مطالب