Post Image

د شپږیزې کرکټ ليګ په لومړنۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې بندامير ښامارانو ته د ۳۴  منډو په توپير ماته ورکړه.

لوبه د کابل بازانو په توپوهنې پيل شوه، چې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې اوس سيالې لوبډلې ته ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو د توپوهونکو له ډلې لوبډل‌مشر اصغر افغان ښه وځلېد او ۹۲ منډې یې وکړې، سميع‌الله شينواري بيا ۴۱ منډې ترلاسه کړې.

د بندامير ښامارانو لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله په ټاکل شوو اورونو کې یې ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

د بندامير ښامارانو لوبډلې د توپوهونکو له ډلې حيات الله او باطن شاه ښه وځلېدل چې باطن شاه ۴۳ او حيات‌الله بيا ۴۱ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لوبډلې د توپ‌اچونکو له ډلې امير حمزه هوتک دوه وېکټې، يوسف، سميع‌الله شينواري، وقار سلام‌خېل او کريم جنت بيا يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

ټاکل شوې چې د سياليو دويمه لوبه به سبا سهار ۹:۳۰ بجې د مس عينک اتلانو او د بست ساتوونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه