Post Image

د دولت جوړونې ټاکنيز تيم مشر محمد اشرف غني وايي، په ټاکنو کې تر بيا ځلي بريا وروسته به د سولې پروسه په خورا تدبير او دقت سره پرمخ يوسې او سولې په اړه هېڅ ډول معاملې ته به اجازه ورنه کړي.

نوموړي نن جمعه په يوه ټاکنيزه غونډه کې د خبرو پرمهال پخواني شوراوي اتحاد پر وړاندې تر جهاد وروسته په  افغانستان کې کورنيو جګړو ته په اشارې سره زياته کړه، دی او ټاکنيزه ډله يې د يوې پايدارې او با عزته سولې په لټه کې ده او نه غواړي چې له وسله‌والو طالبانو سره تر سولې وروسته د پخواني شوراوي اتحاد پر وړاندې تر جهاد وروسته فاجعه چې کورنۍ جګړې وې، بيا تکرار شي.

نوموړي په دې اړه زياته کړه:

«جهاد حماسه وه او زمونږ وياړ و. خو له بده مرغه په فاجعه بدل شو. بيا اجازه نه ورکوو چې داسې فاجعې تکرار شي.»

نوموړي دغه راز يو ځل بيا طالبانو ته په خطاب کې وويل چې د سولې ادرس د افغانستان حکومت دی او پرته له منختب حکومت د سولې مشروع ادرس پيدا کول ناممکن دي.

اشرف غني ټينګار وکړ چې وسله‌والو طالباانو دې د سولې په  هدف له  افغان حکومت سره خبرو ته را وړاندې شي.

«د سولې ځای ارګ دی طالبان دې راشي له منتخب ولسمشر او د ولس له منتخبو استازو سره دې کېنئ.»

په ورته وخت کې د دولت جوړونې ټيم مشر محمد اشرف د جمهوري نظام تحکيم د خپلې ټاکنيزې ډلې اساسي هدف ياد کړ او په خبره يې د جمهوريت پر بنسټ د يوه ولاړ مقتدر او قاطع حکومت رامنځته کول د وخت اړتيا ده.

دغه راز نوموړي دا هم وويل چې افغانستان له ۱۷۰ کلونو وروسته په منځنۍ اسيا کې خپل سياسي موقف بېرته ترلاسه کړی او ټينګار يې وکړی د دويم ځلي بريا په صورت کې په نړيواله کچه خپل سياسي موقف هم اعاده کوي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه